د زکات نصاب د سپينو که د سرو زرو له مخکې ټاکل کيږي ؟

د زکات اندازه  په کالدارو يا په افغانيو باندې څومره ده زکه چي مايي معلومات وکه نو په سرو زرو او په سپينو زروو کې توپير لري نو مونږ به دا فرق څنګه حل کوو د مثال په توګه په سرو زروکې مقدار ر دنصا 85 ګرامه ده او په سپينو زروکې مقدار د نصاب چي ده هغه 595ګرامه بيايي چي په نغدو کې ددواړو حساب کوې نو يو شۍ نه را ووزي  فرق کوي نو زه به اوس زکات  دسرو زرو له حسابه ادکوم او که دسپينو زرو  او که په دواړو کې زما اختيار دۍ  غاړه مې خلاصيږي والسلام

رياض سعودي عربستان – محمد صادق


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اوس عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی نو ځکه جمهورو معاصرو فقهاؤ احتياطاً د نغدي اوراقو نصاب د سپينو زرو له رويه بللی دی .

د سرو زرو له مخې نصاب ټاکل جايز دي ځکه په راجح قول د نغدو پيسو قيمت د سرو زرو له مخې ټاکل کيږي ځکه چې سره زر په معاملاتو کې اصل دی .

جاء في فقه الاسلامي و ادله :

وتقدر الأوراق النقدية في الأرجح دليلاً بسعر الذهب؛ لأنه هو الأصل في التعامل، ولأن غطاء النقود هو بالذهب (فقه الاسلامي وادله / دوکتور وهبة زحيلي) .

مګر د جمهورو فقهاؤ رايه دا ده چې پانګه هر کوم نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې واجب دی ، په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی نو احتياطاً د سپينو زرو نصاب په نظر کې نيول کيږي ځکه دا نصاب د فقراؤ په ګټه هم دی .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

ويرى كثير من علماء العصر أن النقود تقدر بسعر الفضة احتياطاً لمصلحة الفقراء، ولأن ذلك أنفع لهم. وأرى الأخذ بهذا الرأي؛ لأنه يفتى بما هو أنفع للفقراء.

و جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان ) .

همدارنګه مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم اسلامي هم په همدې قول فتوی ورکړې :

نصاب الأوراق النقديَّة، هو أدنى النِّصابين من الذهب أو الفضَّة ، وبهذا صدر قرار المجمع الفقهي التابع لرابطة العالم الإسلامي ، وذلك مراعاةً لمصلحة الفقراء؛ إذ التقدير بأدنى النصابين أنفعُ لهم؛ إذ به تجب الزَّكاة على أكبر عدد من المسلمين .

(مجتمع فقه الاسلامي رابطه عالم الاسلامي ج ۳ ص ۹۵۲ ) .

نو ځکه اسلامي لارښود د ډيرو څيړنو وروسته د هيواد لپاره د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو له مخې ټاکلی چې په دې کې دری ګټې دي

۱- احتياطي قول دی ځکه چې د زکات په نه ورکولو کې سخت وعيدونه راغلی دي .

۲- د پيسو د څښتن په ګټه دی ځکه د هغه په مال کې زکات جاري کيږي ، په هر مال کې چې زکات جاري شي په هغه کې برکت نازليږي او د آفاتو څخه ساتل کيږي .

۳- د فقراء په ګټه دی ځکه د زکات د نصاب مالکان زياتيږي .

د سپينو زرو زکات ( 200) شرعي درهم دی چې (200) درهم د (595 ) ګرام سره سمون خوري ، د هيواد په اوسني بازار (کال :۱۳۹۴ ) کې د سپينو زرو د يو ګرام قيمت 30-28 افغانۍ دی .

نو د زکات نصاب به (16660-17850) افغانۍ وي .

څوک چې پورته مقدار پانګه ولري او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی او هغه ته د زکات ورکول حرام دي ځکه هغه خپله مالک نصاب دی .

کوم کسان چې په بهرنيو هيوادونو کې اوسيږي هغوی د همغه هيواد د سپينو زرو نرخ په نظر کې ونيسي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً