که د يو کس پلار وفات شي او نيکه يې ژوند وي ، ميراث وړي ؟

که یو شخص دخپل دپلار په حیات کی مر شی د متوفا زوی ته میراث کی حق نشته دا ولی یویی خوانه هغه خپل پلار له لاسه ورکری او له بلی خواهغه په میراث کی حق نلری.البته دنیکه په مال کی . مننه تاسو د دینی معلوماتو د خپرولو سخه

اکرام الدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې پلار وفات شي او د پلار څخه يو زوی پاتې وي او نيکه ( د پلار پلار ) ژوند وي نو نيکه د پلار حکم اخلي ، نيکه لره (۱/۶ ) برخه ده او باقې ترکه (ميراث) د زوی دی .

لقوله سبحانه وتعالی :وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ … (النسآء :۱۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً