زړه مې ډير په تنګ وي او کار ته مې زړه نه کيږي ؟

السلام عليکم ګرانه وروره !

زه دلته په ناروی کې اوسيږم .

زما په ځان کې هميشه منفي فکرونه پيدا کيږي ، د ژوند څخه مې هم زړه تور دی ، څومره چې خوشحالي کوم بيا هم فکر مې بل ځای وي نارمل ژوند نشم کولای ، د کار څخه مې هم زړه تور دی ، دوې ، دری ورځې کار وکړم ، بيا يې پرېږدم .

له ناروی څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول – يو د آخرت ، حساب کتاب ، د اعمالو د پايلو فکر دی او په اړه يې خفګان او غم دی ، دا غم د هر مسلمان سره مل دی او دا د رښتنې مسلمان نښه ده .

https://dawat610.com/archives/11425

دوهم – د زړه توروالی ، بې دليله د ژوند تنګوالی او دنيوي غم او بې سکونه او اطمانه ژوند سبب ، د اطاعت ترک يا نقصان او ګناهونه دي .

د انسان روح د خپل خالق او رب (جل جلاله ) سره وصل غواړي ، هغه روح چې خپل څښتن سره په ذکر او عبادت سره وصل وي آرام او مطمئن وي که څه د ډيرو دنيوي مشکلات سره مخ هم وي ، خو هغه روح چې د خپل څښتن سره وصل نه وي سرګردانه ، نا آرامه فراد کوي او د خپل څښتن (جل جلاله ) سره وصلول او روحي عذا (عبادت او اطاعت ) غواړي .

د انسان روح په څه آرام او سکون مومي ؟ ، د الله په ذکر او ياد سره ، لقوله سبحانه وتعالی :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨).

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

ژباړه: نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د خفګان دوه ستر عوامل د الله تعالی په قضاء باندې نا راضه کېدل او د الله تعالی په بې شميره نعمتونو سترګې پټول او ناشکري کول هم دي .

د ذکر عامه معنی د الله تعالی عبادت او اطاعت کول ، د الله تعالی ياد ساتل د هغه د اوامرو پر ځای کول او د نهی څخه يې پرهيز کول دي .

دا چې مطلب زيات اوږد نشي فقط په دريو شيان تاسې نصحت کوم :

۱- په کامل ډول پنځه وخته لمونځ کول ، د لمانځه کمال دا دی چې په جومات کې په جماعت سره ادا شي ، کله چې د بنده لمونځ سم شو هغه په اصل کې خپل دين ودرولو او ټول کارونه يې سم شول ، لمونځ د ګناهونو د ترک او د ښو کارونو د کولو لوی سبب دی .

۲- د قرآنکريم تلاوت په اوامرو يې عمل کول ، په نن عصر کې د پيغمبرۍ او وحی سلسله ختمه شوې ده ، نن عصر کې د الله تعالی او د هغه د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن دی او همدا زمونږ سره موجوده وحی (قرآن او سنت) دي ، څوک د خپل څښتن (جل جلاله ) سره رابطه او د هغه رضا غواړي پر قرآن او سنتو دې منګولې و نيښلوي .

د قرآن تلاوت زړه ته قوت ورکوي او د روح د آرام سبب ګرځي .

که نور تلاوت نه وي ، يوازې سبا او بيګا د سورت البقرې ورستې دوه آيتونه تلاوت کوئ ، دا يو مجربه نسخه ده چې زړه او روح هر قسم امراض له مينځې وړي ، هغه که مجازي عشق وي ، د زړه کلوالی وي او توروالی وي او يا د ژوند تنګوالی وي له مينځه يې وړي .

[آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ….د سورت تر پايه ] (البقره ۲۸۵-۲۸۶ ) .

۳- د ګناهونو څخه پرهيز ، ځکه ګناهونه زړه توروي او د ايمان نور ختموي ، په خاصه توګه د نن عصر د ځوانانو ګناهونه چې عبارت له : موسيقي ، د شرع خلاف فلمونه ، سريالونه ، تصويونه کتل ، د بيګانه نجونو سره اختلاط (کډون ) او د هغوی سره يارانه کول ددې عصر لوی او عظيم طوفان دی ، الله تعالی دې پخپل فضل سره مسلمانان د دغه طوفات د خطرناکو پايلو څخه وساتي او الله تعالی مونږ پخپل فضل اصلاح کړي .

https://dawat610.com/archives/11362

https://dawat610.com/archives/4986

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و الیه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً