د معلم معاش حرام دی که حلال ؟

اسلام عليكم زما پوشتنه داده په افغانستان كي معلم ته معاش جائز
.دي كنه

جاويد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه وظائف چې په هغه کې د عام ولس او مسلمانانو مصالح خوندي وي باک نلري که څه هم معاش او اداره يې د يرغل ګرو سره وي لکه : معارف ، روغتون او نور عام منفعه کارونه .

او په فعلي شرايطو کې معارف ته بايد مسلمان معلمين او مسئولين زياته توجه وکړي ، نوی نسل د يرغل له ښکار څخه و ژغوري او په اسلامي عقائدو او اخلاقو يې روزنه وکړي .

معاصر جيد عالم شيخ عبدالرحمن البراک په افغانستان او عراق کې ددې مسئلې په اړه ليکي :

لا ريب أن من أعظم البلاء الذي حل بالأمة الإسلامية تسلط الدولة الأمريكية – لعنهم الله – على المسلمين وغزوهم، كما جرى في بلاد الأفغان،حيث أطاحوا بدولة طالبان وأقاموا دولة عميلة لهم، تأتمر بأمرهم وتسير حسب توجيهاتهم،وكما جرى ثانياً في العراق، وهم بصدد إقامة دولة عميلة كذلك، والواجب على المسلمين عموماً، وعلى أهل البلاد المحتلة خصوصاً أن يقاوموا هذا الغزو بكل الوسائل الممكنة، ولا يجوز لمسلم أن يعينهم على تحقيق أهدافهم، فإن ذلك من مظاهرة الكفار على المسلمين،
والعمل مع قوات الاحتلال في وظائفهم التي تعينهم على تنفيذ أهدافهم وتحقيق مطامعهم حرام؛ لأن هذا نوع من مظاهرتهم،وقد نهانا الله تعالى عن ذلك بقوله: {ولاتعاونوا على الاثم والعدوان } سورة المائدة(2)،
وأما الوظائف التي يتوصل بها إلى تحقيق مصالح المسلمين والمسالمين، وتدرأ شرورالمفسدين من اللصوص والمعتدين على الحرمات، كالعمل في المستشفيات، فهذا النوع من الوظائف يجوز العمل فيها، وإن كانت تحت إدارة قوات الاحتلال؛ لأن ترك هذه الوظائف و التخلي عنها يزيد الأمر شدة، وتعظم به المصيبة،
وشريعة الإسلام تقوم على جلب المصالح ودرء المفاسد بحسب القدرة والإمكان، كما قال تعالى: (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن: من الآية16). والله أعلم.

ژباړه : بې شکه په اسلامي امت باندې د لويو بلاوو څخه يو هم د امريکايي دولت يرغل دی – په دوی باندې د الله تعالی لعنت وي ، چې پر مسلمانانو يې خپلې حملې پيل کړې ، لکه اوس چې د افغانستان په هيواد کې جريان لري د طالبان حکومت يې نسکور کړ او د خپلې خوښي حکومت يې ودرولو ، چې د هغوی په خوښه او امر اجرائات کوي او همداسې دوهم په عراق کې چې هلته يې هم همدارنګه د خپلې خوښې حکومت جوړ کړ .

د ټولو امت پر مسلمانانو او خصوصو د هغو هيوادونو پر مسلمانانو چې د هغوی تر يرغل لاندې دي واجب ده چې د هغوی پر وړاندې په هر ممکنه وسيله چې وي غزوه او جهاد وکړي ، او د هيڅ مسلمان لپاره جايز نه دي چې د هغوی په کومه طريقه مرسته وکړي ځکه چې د هغوی مرسته کول د کافرانو تسلط دی پر مسلمانانو باندې .

او د يرغلګرو قواوو سره داسې کارونه چې د هغوی اهداف تر سره شي حرام دي او د هغوی مظاهرت دی او ددې څخه الله تعالی منع فرمايلي ده (ولاتعاونوا على الاثم والعدوان) .

مګر هغه وظائف او دندې چې د مسلمانانو مصالح پکې خوندې کيږي او د مقاسدو ، محرماتو مخه ورباندې نيول کيږي لکه : رعتونونه نو دا ډول وظائف باک نلري که څه هم د يرغل تر ادارې لاندې وي ، ځکه د دغه وظائفو په ترک سره د مسلمانانو مشکلات زياتيږي .

اسلامي شريعت يو مقصد د امکان تر حده د مصالح غوښتونکی او د مفاسدو دفع کول دي (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 63 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً