د هند په هوټلونو کې د چرکانو د غوښو خوړل څه حکم لري ؟

لړمړی تاسوته سلامونه او اخترامات وایم : بعد زه هند کی محصل یم که چیرته دهندوانو هوتل کی چرګ غوښه وخورم په داسی حال کی چه شک حس کړم ایا دغه حلاله به مسلمان کړی وی یا هندو مطلب می دحلالی ده ( خوراک ورکی جایزه ده او کنه ) وسلام ستاسو دجواب په هیله

شاه زمان نيازی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شرعي ذبحې يو شرط دا دی چې ذبحه کوونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي ددې دواړو څخه پرته د بدائي ، غير مسلم هندو ، مشرک مجوسي او کمونيست ذبحه مرداره ده او مسلمان ته د هغه خوړل حرام دي .

مسلمان ته جايز نه ده چې داسې غوښه وخوري چې د پاکی په اړه پوره علم ورته نه وي ، يوازې په حلال ليکلو سره ذبحه نشي حلاليدای څو چې يقين نه وي .

او شکمنو څخه پرهيز کول پکار دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ لاَيَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَد اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَام»  .

ژباړه: يقيناً حلال بيان شوي او واضح دي او حرام بيان دي ددې دواړو تر مينځ دوه مشتبه امور وجود لري چې ډير خلک په هغه باندې نه پوهيږي ، نو هر چا چې له هغو څخه پرهيز وکړ هغه د خپل دين او آبرو حفاظت وکړ ، او څوک چې په مشتبه امورو کې اخته شو نو هغه په حرامو کې اخته شو.

و جاء في فتاوي الاسلام ويب :

فالأصل في الذبائح هو الحرمة، فلا يجوز للمسلم أن يأكل إلا ما علم أنه ذكي ذكاة شرعية.

ولا يكفي في إثبات شروط الذكاة الشرعية مجرد عبارة حلال المكتوبة على أكياس اللحوم.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً