په اقامت کې غلطي کولو سره لمونځ خرابيږي ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پوښتنه:محترمو که یو څوک دلمانځه لپاره په اقامت ویلو کې داسې تیروځي چې په حی علی الصلات پسې قدقامت الصلات ووایي او حی علی الفلاح ونه وایي بالاخره الله اکبر او لا اله الا الل ووایي؛ آیاپه دې سره خوبه لمانځه کې څه خلل نه
رامنځ ته کیږي
ستاسو د هڅو ستاینه کوو په درنښت

شيرشاه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اقامت حکم سنت دی ، اقامت قصداً غلط ويل د سنتو خلاف مکروه دي مګر په هيره سره باک نلري او د لمونځ صحت څه نقصان نه رسوي (فقه الاسلامي وادلته) .

د اقامت احکام :

د اقامت احکام د آذان په شان دي کوم چې مخکې بیان شول په اقامت کې لاندې شيان سنت او مستحب دي :

۱- دا چې د اقامت په لوستلو کې به بيړه کيږي .

۲دا چې اقامت به هغه څوک وايي چا چې آذان کړی وي .

۳- د احنافو په نزد مستحب دا ده چې لمونځ کوونکي د (حی الفلاح ) ويلو په وخت لمانځه ته پاڅيږي .

۴- سنت دی چې اقامت ويونکی به ولاړ ، قبلې ته مخامخ او د اقامت پر مهال به تګ نه کوي .

۵- د امام د پاره د صفونو برابرول مستحب دی او هغوی مقتديانو ته به وايي :صفونه برابر کړئ ، رسول صلی الله عليه وسلم به فرمايل :: «سووا صفوفكم، فإن تسوية الصف من تمام الصلاة» (متفق عليه) .

يعنې : خپل صفونه مو برابر کړئ ، ځکه چې د صف برابرول د لمانځه د پوره والی څخه دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً