نهم درس – د همزه وصل احکام

د همزه وصل احکام :

تعريف : همزه وصل هغه زياته شوې همزه ده چې د ساکن حرف د لوستلو لپاره کارول کيږي ، په اول د کلمې کې لوستل کيږي او په مينځ د کلمې نه لوستل کيږي .

د قرآنکريم ځینی کلمات داسې وي چې لومړی حرف يې ممکن حرکت (زور،زير،پيښ ) لرونکی وي د دا ډول کلماتو د تلفظ په پيل کولو کې څه مشکل نه وي .

مګر په داسې صورت کې چه د کلمې لومړی حرف ساکن وي نو د هغه د تلفظ شروع غير ممکنه وي نو بايد د هغه د ابتداء لپاره د وصل همزه وکاروو تر څو وتوانيږو د کلمې لومړی حرف تلفظ کړای شو په همدې وجه د (و صل همزې ) په نوم ياديږي .

يعنی د وصل د همزي په وسيله د کلمې لومړی ساکن حرف تلفظ کيږي .

همزه دوه قسمه ده : همزه وصل (ا) او همزه قطع (أ )

همزه وصل : هغه همزه ده چې کله د کلمې په پيل کې راشي تلفظ کيږي مګر کله چې د کلمې په مينځ کې راشي نه تلفظ کيږي .

د کلمې په پيل کې لکه لعمَّ ، المدرسة

د کلمې په مينځ کې لکه : ما اسْمُکَ

همزه قطع : هغه همزه ده چې په هر حالت کې تلفظ کيږي .

د وصل همزه په دريو کلمو اسم ، فعل او حرف کې واقع کيږي .

د همزه وصل حرکات :

۱- حرف :

په قرآنکريم کی هغه حرف چې د وصل همزه اخلي حرف تعريف (الف ،لام ) دی چې د وصل په حالت کې زور اخلي .

کله چې د وصل همزه په لام تعريف داخله شي د د ابتدا او پيل په حالت لوستل کيږي او په مينځ کې نه لوستل کيږي لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی : [التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ] (التوبه:۱۱۲ ) .

وينو چې همزه وصل يوازې په (التَّائِبُونَ) لوستل او په نورو ټولو کلمو کې ساقطيږي او د فتحې (زور) حرکت اخلي

ملاحظه : کله چې همزه استفهام (د سواليه همزه ) په الف لام تعريف داخله شي نو همزه په الف مد بدليږي لکه : (آللّهُ) په لقوله تعالی : [قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ] (فصلت :۴۴ ) .

۲– اسم :

د وصل همزه په سماعي او قياسي اسماء داخليږي ، او سماعي اسماء لس دي چې د هغه څخه اووه اسماء په قرآنکريم کې ذکر شوي دي لکه : (اِبن،اِبنت، اثنان، اثنتان، امرؤ، امرأة، اسم) .

لکه دا قول د الله تعالی :[ اِبْنَ مَرْيَمَ] (البقرة: ۸۷) .

[اِبْنَتَ عِمْرَانَ] (التحريم: ۱۲).

قياسي اسماء :

د خماسي فعل مصدر لکه : اِبتغاء – اِفتراء

د سداسي فعل مصدر لکه : اِستکبار

په اسماء کې د وصل همزه هميشه زير لرونکي وي .

۳- فعل :

د اسم او حرف پرته د قرآنکريم نورې کلمې د فعل دي ،د فعل د کلمې دريم حرف ته ګورو کهچېرې د فعل د دريم حرف حرکت زور يا زير لرونکی وي نو د وصل همزه مکسوره (زير لرونکی ) وي او که د فعل دريم حرف مضموم (پيښ لرونکی ) وي نو د وصل همزه به هم مضمومه وي لکه :

قوله سبحانه وتعالی : [اِهدِنَـا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ] (الفاتحة ) .

و قوله سبحانه وتعالی : [اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لاَ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ] (التوبة: ۸۰).

و قوله سبحانه وتعالی :[اُدْخُلُواْ الْجَنَّةَ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ].

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً