په سفر کې د وتر واجبو حکم څه دی ؟

په مسافرانه لمونج كي د واجبو حكم څه دي لكه د ماخستن لمونځ به سنكه ادا كوو؟

عزت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په سفر کې به څلور رکعتې لمونځ قصر (دوه رکعته ) ادا کوي ، لکه د ماسپخين ، مازديګر او ماسختن لمونځونه ، د سهار لمونځ پر خپل حال ځکه په هغه قصر نشي کيدای او د ماښام دری رکعته فرض لمونځ قصر نشته ځکه چې دا د لمونځ د ورځې وتر بلل کيږي کچېرې قصر پکې وشی نو وتر نه بلل کيږي .

د ماسختن وتر لمونځ پر خپل حال دی قصر پکې نشته .

سنت لمونځونه به د وخت لرلو او آرام پر مهال ادا کوي او کچرې سکون نه وي د سورلی د تللو ويره د سنتو ترک کول جايز دي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

والذي يقصر إجماعاً : هو الصلاة الرباعية من ظهر وعصر وعشاء، دون الفجر والمغرب؛ لأنه إذا قصر الفجر، بقي منه ركعة، ولا نظير لها في الفرض، وإذا قصر المغرب الذي هو وتر النهار، بطل كونه وتراً.

ويأتي المسافر بالسنن الرواتب إن كان في حال أمن وقرار أي نازلاً مستقراً، وإلا بأن كان في حال خوف وفرار، أي في السير، لا يأتي بها، وهو المختار.

(فقه الاسلامي وادلته ، الدر المختار: 742/1) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً