۱- د روم د فتحې خبر

کله چې دوو سترو امپراتوريو روم او فارس تر مينځ سخته جګړه وشوه ، د فارس لخوا روم فتح شو ، د فارس خلک اور پرست او بت پرست او د روم خلک اهل کتاب وو ، نو مشرکين په دغه فتح ډير خوشحاله شول او دوی به ويل چې مونږ د بتانو په مرسته او مدد سره روم فتح ، مسلمانان د مشرکانو په دغو مشرکانه خبرو خپه شول ، پس الله تعالی دغه ايت شريف نازل کړ : ( الم * غُلِبَتِ الرُّومُ * فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ * فِي بِضْعِ سِنِينَ ) الروم – 1-4 أي في أقل من عشر سنوات .

ژباړه : الف –لام – ميم ، روميانو ماتې وخوړه په نږدې يا لوړه ځمکه کې مات شول خو ډير ژر به برلاسي شي په لږو کلونو کې ( د دريو څخه تر نهو پورې) .

په دې ايت شريف کې د قرآنکريم دوې معجزې بيان شوي دي .

الف ) : د روم د فتحې خبر ( غيبي معلومات ) .

ب ) : د بيت المقدس د ښار لوړوالی چې الله سبحانه وتعالی داسې اشاره ورته کړې ده [فِي أَدْنَى الْأَرْضِ] .

موقع الأرقام ليکي :

عبدالمجيد الزنداني وايي : چې زمونږ د جيولوجي يو امريکايي استاذ ؤ چې نوم يې پروفيسر بالما ؤ او هغه په امريکا کې د جيولوجي د لويو استاذانو څخه ؤ ، د هغه استاذ سره د ځمکې د کرې فاصلې او ارتفاعات ، د بحر ارتفاعات ، د بحر څخه د ځمکې د بېلابېلو مناطقو ارتفاعات په متر سره موجود ؤ ، زه د هغه سره کيناستم هغه ته مې وويل : په قرآنکريم کې يو ايت راغلی دی چې د بيت المقدس ښار په ټول عالم کې لوړ ځای دی ځکه چې [أدنی ] په معنی د أقرب او په معنې د الأحفض (لوړ ) راځي .

امريکايي استاذ وويل : چې په عالم کې لوړ ځای هالنډ دی ، ما ورته وويل نه زه په خپله خبره يقين لرم ، بيا مونږ دواړه د ځمکې د کرې نقشه وکتله واضح پکې ليکل شوی وو چې بيت المقدس په ټول عالم لوړه منقطه ده ، امريکايي استاذ وويل چې هو دا صحيح ده همداسې ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً