په امريکا کې د بانک له لارې د کور اخيستل

  1. دانلاین اسلامی لارښود مشرانو او دقدر وړ ښاغلو اسلامی علماوو ته نیکی هیلی او خواږه سلامونه وړاندې کوم.
    له اسلامی علماو نه یوه پوښتنه لرم هغه په لاندی ډول ده .

    زه مسلمان یم او غواړم چې دلته په امریکا کې یو کور په بیعه واخلم دلته دکورونو خرڅلاو په دې ډول دی [دکور اصلی خاوند ته لیدلی او کتلای شی له هغه سره په ړومبی ځل ټوله معامله پای ته رسوی ته د کور د خاوند څخه کور په بیعه اخلی خو دکور مالک په اول څل کی له تانه یو څه مقدار اخلی لکه دمثال په ډول دکور قیمت دی ۲۰۰۰۰۰ ډالره ته ورته ۴۰۰۰۰ ډالره په اول ځل ورکوې دکور نور قیمت بانک هغه ته سپاری نور دبایع له مشتری سره کار نشته دمشتری معامله نوره له بانک سره ده
    مونږ ویلای شو چې د کور خریدار بانک دی د مشتری پاتی معامله له بانک سره ده.بانک له مشتری نه پاتی مبلغ په ۳۰ یا ۴۰ کلونو کی اخلی ؟دا معامله په سود کی راځی او که نه او دلته پرته له دی نه په بل ډول کور نشی اخستلای دلته په سلو کی ۷ یا ۵ او کله کله ۸ فیصده سود هم بانک له مشتری نه اخلی
    موږ مسلمانان څه وکړو چې د کور خاوندان شو ؟
    د قران او نبوی ارشاداتو په رڼا کی ځواب یا فتوا غواړو .
    کور مو ودان
    په درنښت
    ستاسی ورور حیات الله ستومان – امريکا
 ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد .
د سودي بانک له لارې د کور اخيستلو معامله حرامه ده ځکه دا د قرض سود (ربا النسيئة ) ده اصلاً شرکت يا بانک ځمکې ،ماشين يا بل جنس ته د اخيستلو ضرورت نه لري بلکې دا ددې د پاره اخلي تر څو له مشترې څخه د هر قسط په بدل کې سود تر لاسه کړي نو دا يو سودي لين دين دي .
په امريکا يا کوم بل هيواد کې چې د سودي بانک له لارې کورونه اخيستل کيږي يوه سودي معامله ده او په حرمت يې د معاصرو علماء اتفاق دی .
فان شراء البيوت فی أمريکا عن الطريق بنوکها الربوية وهو ربا النسيئة التی أجمعت الأمة علی تحريمه سلفاً و خلفاً
الحکم ينطق علی شراء البيوت عن طريق القروق الربوية سواء أکان هذا داخل امريکا أم کان خارجها.
فشراء البيوت عن طريق البنك لا يجوز إذا تضمن الدخول في محذور شرعي ـ كالاقتراض بالربا ونحوه ـ ما لم تكن هنالك ضرورة ملجئة لا يمكن دفعها إلا بذلك، وحد هذه الضرورة: هو وصول الإنسان إلى حالة لو لم يتناول معها المحرم لهلك، أو وقع في مشقة شديدة لا تحتمل ـ جاء في نظرية الضرورة الشرعية تعريف الضرورة بأنها
(فتاوی البلد الحرام – شيخ ابن‌عثيمين ـ فتاواي معاصر. ص(47 ـ52)-  فتاوی الشبکة اسلامية قضايا مالية معاصرة رقم 963 ) .
سود خوړل سخته ګناه ده الله تعالی مؤمنان د سود خوړلو څخه منع کړی دي
قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).َ
(ای مؤمنانو سود مه خوری داڅوچنده ذياتی له خدايه وويريږی ښايی چه تاسی بريالی شی ) .
او بل داچې سود اخيستل او سود ورکول يو شان دي .
لَعَنَ رَسُول اللهِ صَلي اللهُ عليهِ وَسَلَم َ اكِل الّربواوَمُوكِله وَكاَ تِبه وَشَاهِدَيه وَقَال هُم سَوآءُ ُ (مسلم ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکی ،ورکوونکی ،ليکوونکی اوشاهدانوته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردي .
ځنو معاصرو فقهاوو مسکن (د اوسيدلو ځای ) ته د سخت ضرورت په وخت کې چې د مال ،نفس او عزت سخته خطره وي او بدون اخيستلو بله لاره نه وي اجازت ورکړی دی .
خو ځنې علماء يې بيا په کلکه ردوي چې د مسکن ملکيت ضرورت نه دی په هغه صورت کې چې اجاره (کرايه وغيره ) موجود وي .
فشراء البيوت عن طريق البنك لا يجوز إذا تضمن الدخول في محذور شرعي ـ كالاقتراض بالربا ونحوه ـ ما لم تكن هنالك ضرورة ملجئة لا يمكن دفعها إلا بذلك، وحد هذه الضرورة: هو وصول الإنسان إلى حالة لو لم يتناول معها المحرم لهلك، أو وقع في مشقة شديدة لا تحتمل ـ جاء في نظرية الضرورة الشرعية تعريف الضرورة بأنها: هي أن تطرأ على الإنسان حالة من الخطر، أو المشقة الشديدة بحيث يخاف حدوث ضرر، أو أذى بالنفس، أو بالعضو – أي عضو من أعضاء النفس – أو بالعرض، أو بالعقل، أو بالمال وتوابعها ـ ويتعين، أو يباح عندئذ ارتكاب الحرام، أو ترك الواجب، أو تأخيره عن وقته دفعاً للضرر عنه في غالب ظنه ضمن قيود الشرع (اللجنة الدائمه – شبكة اسلامية ) .
په دې مسئله کې د اسلامې نړې علمي مراکزو ډير بحثونه کړی دي د شمالي امريکا د فقهاوو ټولنې هم په دې مسئله باندې ډير بحث کړی دی .
مونږ په دې اړه په قاطع ډول ځکه څه نشو ويلای چې د هغه ځای د معاملاتو ، حالاتو او ضرورياتو نه پوره خبر نه لرو .
زما مسافره وروره :
زمونږ نصيحت تاسې ته دا دی چې الله تعالی ته صبر وکړئ او په خپله تقوی کلک ودريږي تر څو تاسې ته د حلالي معامې لارې هوارې شي چې بدون له دې چې سودي بانک ته د قسط په ورکولو تاسې په دې وتوانيږې چه پر يو ځل کور واخلې يا يې له کومې بلې مشروع لارې واخلې .

وسلام عليکم .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email