که عمره کوونکی له حرم شريف څخه احرام وتړي دم ورباندې واجبيږي ؟

اسلام اعلیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو که یو څوک په حرم شریف کې احرام بند کړي ،طواف او صفا مروا سعی وکړي سر وخريي احرام له ميقاد څخه ونه تړي پر دغه شخص باندې دم لازم شو که یا فقط دې د سره بیرته نوی عمره وکړي ؟
مننه

ولی محمد ويال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که مقصد مو مسجد الحرام يا د حل په دننه کې بل ځای څخه وي نو په نومړي سړي دم واجب شوی دی ځکه د عمري لپاره به د (الحِل) څخه احرام تړي چې د احنافو په نزد افضل (الحِل ) تنعيم يا مسجد بی بی عایشه رضی الله عنها دی چې عمره کوونکی به له دغه ميقات څخه احرام تړي .
وميقاته في العمرة: من أدنى الحِلّ ولو بأقل من خطوة من أي جانب شاء، ليتحقق وقوع السفر؛ لأن أداء الحج في عرفة، وهي في الحل، فيكون الإحرام من الحرم، وأداء العمرة في الحرم. فيكون الإحرام من الحِلّ ليجمع في إحرامه بين الحل والحرم، إذ هو شرط في كل إحرام. فإن أحرم بها في الحرم، انعقد وعليه دم إلا إن خرج بعد إحرامه إليه.

(فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 51 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً