کليسا ته د ليدلو لپاره ورتلل څه حکم لري ؟

که چیری یو مسلمان د کلیسا د لیدلو لپاره کلیسا ته دننه ورشی ګناه لری او که نه؟

محمد اسحاق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسلمان ورتلل کليسا ته منع دي ، د ځينو فقهاؤ په نزد مکروه او د ځينې په نزد حرام دي .

ذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ يُكْرَهُ لِلْمُسْلِمِ دُخُولُ الْبِيعَةِ وَالْكَنِيسَةِ ، لأَنَّهُ مَجْمَعُ الشَّيَاطِينِ ، لا مِنْ حَيْثُ إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ حَقُّ الدُّخُولِ (موسوعة الفقهية ، حايشه ابن عابدين ۵/۲۴۸ ) .

و جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :

القول الأول : التحريم ، وهو قول الحنفية والشافعية إلا أن الشافعية قيدوا التحريم بوجود الصور ، كما في ” تحفة المحتاج ” ( 2 / 424 ) و ” نهاية المحتاج ” ( 2 / 63 ) و ” حاشيتا قليوبي وعميرة على شرح المحلي ” ( 4 / 236 ) .
أما الحنفيَّة فكان تحريمهم مطلقا ، وعللوه بأنها مأوى الشياطين ، كما قال ابن نجيم من الحنفية في ” البحر الرائق ” ( 7 / 364 ) ، وفي ” حاشية ابن عابدين ” ( 2 /43 ).

کليسا ته د ورتګ د کراهيت او يا حرمت اسباب دا دي :

۱- ځکه چې په دې ځای کې احياء د شرک ده ، د الله تعالی سره شريک نيسي او دا د شرک مرکز دی لکه : د تثليث عقيده .

۲- ځکه چې په دې ځای کې مجسمې او تصويرونه وي .

۳-ځکه چې په دې ځای کې شيطانان جمع کيږي ، ځکه چې د شرک ، مجسمو او تصويرونو ځای دی

۴- د ضعيف عقيدې او ضعيف علم واله سړي لپاره عقيدتي خطر دی ، ځکه چې په دې ځايونو کې استخدام شوي کسان د ورتلونکو خلکو خصوصاً مسلمانانو سره حسن معامله کوي ، او هغو کسانو ته چې د دوی شرک او ګمراهي نه وي معلومه زړه يې ظاهراً دغو شيطانانو ته ور مايل کيږي او د همدې ځای څخه يې ګمراهي پيل کيږي .

دخول الكنائس للاجتماعات وسماع المحاضرات لا يخلو من محاذير (رقم الفتاوي :۸۲۸۳۶ ، الاسلام سوال جواب ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً