په لومړۍ مياشت کې د مور په نس د حمل ضائع کول څه حکم لري ؟

د مور په نس د کوچنی ضایع کول په اوله میاشت کی د اسلام له نظره سنگه کار دی

سليمان شاه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سخت ضرورت پرته چې مور ته زيان رسوي د حمل لرې کول په هر صورت کې حرام دي

فتاوي قاضي خان ليکي :

د حمل لری کول د ژوند د آثارو له پيدا کيدو وروسته حرام دي لکن د ژوند د آثارو له پيدا کيدو مخکې هم ناجايز دی ځکه په حمل کې چې تر څو پورې روح نه وي نو هغه د بدن يوه حصه وي څرنګه چې د چا قتل او يا د اندام پريکول حرام دي دا رنګه د خپل جسم څه حصه پريکول هم نا جايز دي (نقل فې فقه اسلامی ص ۸۶۸ ) .

علماء الجنة الدائمة او البدالحرام ليکي :

د حمل لرې کول چې کله په کلکه وينه او يا د غوښې په ټوټه بدل شي جايز نه دی ،مګر په هغه صورت کې چې يوه باوري طبي کميټه یې تأييد کړي چې د حمل موجوديت د مور د ژوند د پاره خطر وي ، په دې صورت کې يې لرې کول جايز دي مګر بايد ټول وسايل او امکانات د هغه خطر د دفع لپاره وکارول شي که يې ځواب ورنه کړ په آخر کې به د اسقاط حمل اقدام کيږي .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية و الافتاء

من كتاب(الفتاوي المتعلقة بالطب…)ص(280)

پوره تفصيل دلته وګورئ  https://dawat610.com/archives/319

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً