د مکتب يا سکول د استاذ د پاره د رخصتی د ورځو معاش اخيستل څنګه دي ؟

السلام علیکم گرانو علماو
د سکول استاد د پارہ د چٹئ پہ دوران کی معاش اخیستل سنگہ دی لکہ د اتوار چٹی او داسی نوری وسلام

خان محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مکتب يا سکول استاذ اجير خاص بلل کيږي ، چې د خاص کار د پاره ټاکل شوی دی او د ده سره د مياشتنې اجرې عقد شوي دی ، کچېرې ته ده د نومړي اروګان يا مالک لخوا رسمي رخصت ورکړ شي ، نو دی د پوره مياشتې د اجرې حق دار دی ځکه د ده سره د ورځنی اجرې عقد نه دی شوی بلکي د مياشتنې اجرې عقد ورسره شوی دی ، نو د رخصت د ورځو معاش اخيستل جايز دي او دا د ده حق دی .

أَجِيرٌ خَاصٌّ : وَهُوَ الَّذِي يَقَعُ الْعَقْدُ عَلَيْهِ فِي مُدَّةٍ مَعْلُومَةٍ يَسْتَحِقُّ الْمُسْتَأْجِرُ مَنْفَعَتَهُ الْمَعْقُودَ عَلَيْهَا فِي تِلْكَ الْمُدَّةِ ، وَيُسَمَّى بِالأَجِيرِ الْوَحْدِ ؛ لأَنَّهُ لا يَعْمَلُ لِغَيْرِ مُسْتَأْجِرِهِ ، كَمَنِ اسْتُؤْجِرَ شَهْرًا لِلْخِدْمَةِ (برنامج الموسوعة الفقهية ، جزء ۲ ص ۶۴ ) .

تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/10960

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً