د دوشنبې په ورځ روژه نيول څه حکم لري ؟

د اسلامی لارښود و محترمو کار کونکو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته الله ج دی عوضونه د اسلام د ودی درکړی زما سوال دادی چی زه په هفته کی هره دوشنبه روژه نیسم ددی لپاره چی الله ج می ګنا هونه را معاف کړی   رزق او روزی می را ړیره کړی او ثواب یی حضرت محمد ص مور پلار او ټولو مسلمانانو ته ور بخښم

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په هره مياشت کې دری ورځې روژه نيول مستحب دي چې د ايام البيض روژې ورته وايي د قمري حسابه (۱۳، ۱۴، ۱۵ ) تاريخ دي ، په احاديثو ډير فضيلت ذکر شوی دی .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : أوصاني خليلي بثلاث لا أدعهن حتى أموت : صوم ثلاثة أيام من كل شهر ، وصلاة الضحى ، ونوم على وتر . رواه البخاري (1124) ومسلم (721) .

وعن أبي ذر قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا صمت شيئاً من الشهر فصم ثلاث عشرة وأربع عشرة وخمس عشرة ” .

دوهم :

په هره اونۍ کې د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژه نيول مستحب دي ، په سنت کې يې ډير فضيلت راغلی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا روژه نيول خوښ وو ځکه چې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ د بنده اعمال پورته کيږي .

وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( تُعرض الأعمال يوم الاثنين والخميس ، فأحب أن يعرض عملي وأنا صائم ) رواه الترمذي (747) و سلسلة الصحية .

دريم :

مړي ته د روژې نيولو د ايصال ثواب په باره کې د فقهاؤ اختلاف دی ، د امام ابوحنيفه ، امام احمد او د جمهورو سلفو رايه داده چې ثواب يې مړې ته رسیږي .

د فتاوي دارالعلوم ديوبند په حواله  فقه اکبر ليکي : اختلف فی العبادات البدنية کالصوم والصلوة و قرآءة القرآن و الذکر فذهب ابوحنيفه و احمد و جمهور السلف الی وصلها و استدلاله بقوله سبحانه (وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَى ( فقه اکبر ص ۱۶۰ ظفير – نقل فی فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۵ ص ۳۰۱ ) .

مګر د ايصال ثواب لپاره د ورځ ټاکل څه اصل نلري .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :

ايصال ثواب روح د مړي ته کار د خير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۱صفحه ۴۷ ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً