د وحی تعريف (پيژندنه)

د وحی لغوي معنی ده اشاره لکه دغه قول د الله تعالی :[فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا] (مريم: ۱۱).

ژباړه :نو هغه له عبادت ځای نه را ووت او په اشارو سره يې خپل قوم ته وويل چې :سهار او ماښام د الله پاک تسبيح وايئ .

همدارنګه وحی په معنی د الهام ده .

لکه انسان ته په فطري الهام سره لکه دغه قول د الله تعالی :[وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ ] (القصص : ۷).

ژباړه : او مونږ د موسی مور ته وحی وکړه چې خپل زوی ته دې تی ورکړه .

او يا حيوان ته په غريزي الهام سره لکه دغه قول د الله تعالی [وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ] (النحل: ۶۸).

او همدارنګه وحی په معنې د بيان او اعلام ده په پټه او تيزې سره .

وحی په اصطلاح کې په ددو معناوو راځي :

۱- وحی عبارت ده له قرآن او سنتو.

د قرآن لفظ او معنی دواړه د الله تعالی له طرفه دي ، مګر د سنتو معنی د الله تعالی د طرفه او لفظ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا ټاکل شوی دی .

۲- وحی عبارت ده له اعلام او بيان د الله تعالی لپاره د نبي له انبياؤ څخه په وسيله د جبريل عليه السلام او يا په کومه بله وسيله .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً