د قرآنکريم د تلاوت فضائل

ابن مسعود رضی الله عنه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ الم حَرْفٌ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ ». ( رواه الترمذي والدارمی و سلسلة صحيحة).

ژباړه : چا چې د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه لره يوه نيکي ده او د يوې نيکۍ لس چنده بدله ده ( د وضاحت لپاره فرمايي) : زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه الم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی .

ابی سعيد خدري رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « يقول الرب عز وجل من شغله القرآن عن ذكري وعن مسألتي أعطيته أفضل ما أعطي السائلين وفضل كلام الله على سائر الكلام كفضل الله على خلقه » . ( رواه الترمذی والدارمی و البيهقی فی  شعب الا يمان).

ژباړه : د الله تبارک وتعالی ارشاد دی چه کوم سړي قرآن مجيد مشغول وساتلو زما په ذکر سره او زما نه په سوال او دعا کولو سره زه به هغه ته د هغې نه غوره ورکړم کوم چه سوال کوونکو او دعا کوونکو ته يې ورکوم او د نورو خبرو په پرتله د الله تعالی کلام ياخبرې ته داسې غظمت او فضيلت حاصل دی لکه د خپل مخلوق په مقابله کې چه الله تعالی ته فضيلت حاصل دی .

د ماهر قرآن مقام او منزلت :

عن عايشه قالت رسول الله صلی الله عليه وسلم :«الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة، والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران» (رواه مسلم ) .

ژباړه: د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً