د مړ پيدا شوي بچي د جنازې لمونځ

کوم ماشوم چې د مور څخه مړ پيدا شي په هغه باندې د جنازې لمونځ شته او که نه ؟

نقيب الله – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ (حنفيه ، مالکيه ، شافعیه ) په نزد کچېرې د مور نه بچی پيدا شي او په هغه کې د ژوند آثار وي لکه : حرکات ، غږ ، ژړا او نور نو هغه ته به غسل ورکول کيږي او د جنازې لمونځ ورباندې ادا کيږي .

مګر که هغه مړ پيدا شوي وي چې د ژوند هيڅ اثار پکې نه وي نو هغه ته به غسل ورکول کيږي احتراماً به په ټوټه کې پيچل کيږي او په هغه باندې د جنازې لمونځ نه ادا کيږي .

جاء في الفقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

وقال الجمهور (الحنفية ، مالکية و شافعيه) : يصلى على المولود إن ظهرت عليه أمارات الحياة. وعباراتهم ما يأتي:

قال الحنفية: إن استهل المولود سمي وغسل وصلي عليه، واستهلال الصبي: أن يرفع صوته بالبكاء عند الولادة، أو أن يوجد منه ما يدل على حياته بعد خروج أكثره. وإن لم يستهل غسل وسمي في الأصح المفتى به على خلاف ظاهر الرواية، ويدرج في خرقة إكراماً لبني آدم، ولم يصل عليه (1).
ودليلهم حديث علي: أنه سمع سمع رسول الله صلّى الله عليه وسلم يقول في السقط: «لا يصلى عليه حتى يستهل، فإذا استهل صلي عليه، وعُقل، وورِّث، وإن لم يستهل لم يصل عليه، ولم يورث ولم يُعقل» (2) .

:(1)فتح القدير:465/1، الدر المختار:828/1-830، مراقي الفلاح: ص99 .

(2) رواه ابن عدي، وروى أيضاً مثله عن ابن عباس بلفظ «إذا استهل الصبي صلي عليه، وورث» وروى الترمذي والنسائي وابن ماجه عن جابر موقوفاً عليه في الأصح: «الطفل لا يصلى عليه، ولا يرث، ولا يورث حتى يستهل» (نصب الراية:277/2-278).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً