د اختر د ورځې سنت او مستحب کارونه

۱- د عيد فطر شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .

۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .

ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم به همداسې کول او دا کار سنت عمل دی .
لأنه صلّى الله عليه وسلم كان يغتسل يوم الفطر ويوم النحر (رواه ابن ماجه ) ، وكان علي وعمر رضي الله عنهما يغتسلان يوم العيد.
وكان عليه السلام يتطيب يوم العيد، ولو من طيب أهله. (رواه البيهقي ) .

۳- د کوم عذر پرته د اختر لمانځه ته پياده تلل سنت دي .

۴- د اختر لمانځه ته د تللو پر مهال تکبيرات ويل [الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله ، والله أكبر،الله أكبر ، الله أکبر ولله الحمد] .

چې د امام ابوحنيفه په نزد په پټه ويل يې مستحب دي او د صالحابو او جمهورو په نزد په جهر ويل يې مستحب دي .

(فقه الاسلامي وادلته ، فتح القدير: 423/1، الفتاوى الهندية: 142/1، مراقي الفلاح: ص90 ).

۵- په کوچني اختر کې د لمانځه مخکې خوراک کول داسې چې تاق شمير خرما يا بل څه وي او په لوی اختر کې د لمانځه وروسته خوراک کول ، ځکه چې دا عمل به رسول الله صلی الله عليه وسلم تر سره کولو ، په دليل د دغه حديث شريف : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم لا يغدو يوم الفطر حتى يأكل تمرات» (رواه البخاري ).

۶- د لمانځه د ادا کولو مخکې صدقه فطر ادا کول او که د اختر نه دوې درې ورځې مخکې ادا شي باک نلري .

ځکه رسول الله صلّى الله عليه وسلم فرمايلي : «فرض رسول الله صلّى الله عليه وسلم زكاة الفطر طُهرة للصائم من اللغو والرَّفَث، وطعْمه للمساكين، فمن أداها قبل الصلاة، فهي زكاة مقبولة، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات» (رواه أبو داود وابن ماجه والدارقطني والحاكم وصححه) .

ژباړه: سول الله صلي الله عليه وسلم د فطرصدقه ددې لپاره فرض کړې ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لغزشونو څخه پاک کړي او د بې وسه غريبو د خوراک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر د لمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي هغه به د قبليدو عزت تر لاسه کړي او څوک يې چې د اختر تر لمانځه ورسته ورکړي هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي .

۷- پخپل اهل د زرق توسعه او زيات نفلي صدقات تر څو بې وسه خلک له سوال کولو بې پروا شي او په دوی باندې دا ورځ خوشحاله تيره شي ( فقه الاسلامي وادلته ) .

۸- د مؤمنانو سره د مخکې کېدو او ستړې مشو پر مهال پراخه تندی نيول او د خوشحالۍ اظهار کول او د خپلې ښو اړېکو او مينې ښکاره کول ( فقه الاسلامي وادلته ).

۹- د خپلوانو پالل ، اسلامي شريعت مسلمان ته هر مهال د خپلوۍ پر پاللو ډير ټينګار کړی دی ، خو په دغه ورځ زيات اهميت لري ځکه هر چا خپلو خپلوانو ته سترګې نيولې وي .

۱۰- په دې ورځ کې د عبثو کارونو څخه د خپل اهل او عيال منع کول او همدارنګه د مروج بدعت او خرافاتو ځان ساتل .

تفصيل …

https://dawat610.com/archives/5515

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً