د دين په ټولو ارکانو د ايمان راوړلو کټې

۱- د اسلامي شريعت سيده لاره د باطل او طاغوت څخه نجات .

۲- الله تعالی د مؤمنانو دفاع کوونکی دی .

[إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنْ الَّذِينَ آمَنُوا] (الحج: ۳۸)

ژباړه: يقيناً چې الله تعالی تر ترتله له مؤمنانو نه دفاع کوي .

۳- د ګناهونو بښنه ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ] (محمد:۲).

ژباړه: او کومو کسانو چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي او هغه حق يې منلی چې د رب له لورې په محمد نازل شوی ،الله يې ټولې بدی رزولې او د هغوی حال يې ښه کړی دی .
۴- پورته والی او عزت ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَرْفَعْ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ] (المجادلة: ۱۱).

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او پوه ورکړ شوی ده الله (جل جلا له) يې درجې لوړوي .
۵- شجاعت ، ځکه د مؤمن په زړه کې يوازې د الله تعالی وېره وي .

۶- اخلاص د عمل ، د خالص ايمان او عقېدې ثمره دا ده چې هر عمل د شرک او بدعت څخه پاک وي .

۷- نيک اخلاق ، ځکه ايمان نيکو اخلاقو ته سړی دعوتوي .

۸- د مشکلاتو په تحمل کې مدد ، ځکه ايمان سړي ته د فواحش او بدو کارونو څخه د صبر درس ورکوي ، او انسان د مشکل پر وړاندې ښه صبر کولای شي .

۹- عزت نفس ، ايمان سړی د ذليلو اعمالو څخه ژغورې د ايمان په وجه د سړي عزت نفس او عفت ساتل شوی وي .

۱۰- د بل د اسارت او غلامۍ نه نجات ، ځکه په اسلام کې د هر ډول طاغوت ، فساد او ظلم پر وړاندې جهاد دی چې د جهاد په وسيله د مسلمانانو دين ، عزت ، او اسلامي سرحدات ساتل کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً