په فقه کې د جمهور قول څخه مطلب څه دی ؟

د اسلامي لارښود ادارې څخه د زړه له کومې منندوی یم واقعآ چې ستاسو خدمتونه د ستایلو وړ دي د تل په څیر ستاسو د با ارزښتو معلومات څخه مي ګټه پورته کړې ده د معمول څیر پوشتنه لرم که یې په اړه معلومات راکړی ډیره به ښه وي . پوښتنه د جمهور فقهاو او احنافو د مذهب ترمنځ توپیر څه ده او کوم مذهبونه په دوی کې شاملیږي؟ مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې په مسئله کې د څلورو مذاهبو څخه د دريو مذاهبو پر يو مسئله اتفاق وي دې قول ته جمهور قول يا د جمهورو فقهاؤ او يا د جمهورو مذاهبو قول وايي .

مثال :

کله چې مسافر ته د سفر پر مهال مشقت او سختي نه وي نو هغه ته د روژې نيول افضل دي او که پرېښودل .

القول الأول: الصوم أفضل له ، وهو قول الجمهور من الحنفية ، والمالكية (، والشافعية () .
لقوله تعالى وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ [البقرة: 184].
القول الثاني: الفطر أفضل، وهو مذهب الحنابلة .

يعنې :

اول قول دادی چې روژه نيول ورته افضل او غوره دي او دا قول د جهورو له حنفيه ، مالکيه او شافعيه څخه دی .

دوهم قول دادی چې : د روژې نيول غوره دي او دا قول د حنابله دی .

او کله چې په کومه مسئله کې څلور واړه مذاهب سره متفق وي او يا جمهور قول وي هغه ته اجماع وايي .

او کله داسې هم وي چې د جمهورو قول راجح نه وي بلکي غير جمهور قول راجح وي .

مثال :

کوم سره زر (طلا) چې د استعمال لپاره وي په هغه کې د جمهورو قول (مالکيه ، حنابله او شافعيه ) دا دی چې زکات نشته .

مګر د امام ابو حنيفه قول دا دی چې زکات پکې شته ، دلته د ابي حنيفه قول راحج او ډير قوي دی ځکه په دې باره کې صحيح احاديث راغلی دي چې د مستعملو زېوراتو د زکات پر وجوب دلالت کوي نن عصر د ټول اسلامي امت د څلورو واړو مذاهبو فقهاؤ د ابی حنيفه رحمه الله په قول عمل کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً