په امريکا کې د بانک ليارې موټر اخيستل څه حکم لري ؟

زه په امریکا کی ژوند کوم او غوښتل می چی کور او یا موټر واخلم خو دلته کور اخیستلو پروسه داسی ده چی یو ځه به نغد ورکوې او باقی مانده په ۱۵ یا ۳۰ کالو په پور په میاشتنی قستونو خلاصه وی ایا دغه بانک چی د اصل قیمت نه یو څه زیاتی اخلی جایزه ده چی ورکړلای شی

رفيع الله هاشمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امريکا اقتصادي نظام سودي دی ، د سودي بانک له لارې د موټر يا کور اخيستلو معامله حرامه ده ځکه دا د قرض سود (ربا النسيئة ) ده اصلاً شرکت يا بانک موټر ،ځمکې ،ماشين يا بل جنس ته د اخيستلو ضرورت نه لري بلکې دا ددې د پاره اخلي تر څو له مشترې څخه د هر قسط په بدل کې سود تر لاسه کړي نو دا يو سودي لين دين دي .

په امريکا يا کوم بل هيواد کې چې د سودي بانک له لارې اجناس يا کورونه اخيستل کيږي يوه سودي معامله ده او په حرمت يې د معاصرو علماء اتفاق دی .

فان شراء البيوت فی أمريکا عن الطريق بنوکها الربوية وهو ربا النسيئة التی أجمعت الأمة علی تحريمه سلفاً و خلفاً

الحکم ينطق علی شراء البيوت عن طريق القروق الربوية سواء أکان هذا داخل امريکا أم کان خارجها.

فشراء البيوت عن طريق البنك لا يجوز إذا تضمن الدخول في محذور شرعي ـ كالاقتراض بالربا ونحوه ـ ما لم تكن هنالك ضرورة ملجئة لا يمكن دفعها إلا بذلك، وحد هذه الضرورة: هو وصول الإنسان إلى حالة لو لم يتناول معها المحرم لهلك، أو وقع في مشقة شديدة لا تحتمل ـ جاء في نظرية الضرورة الشرعية تعريف الضرورة بأنها ( فتاوی الشبکة الاسلامية قضايا مالية معاصرة رقم ۹۶۳ ) .

تاسې ته مو نصيحت دا دی چې د بانک ليارې موټر او کور مه اخلئ ځکه دا سودي لين دين دی او واضح ده چې سود سخته ګناه ده .

تاسې صبر وکړئ څو تاسې ته الله تعالی مال درکړي چې په پوره اطمنان سره يې په نغدو واخلی ځکه د قرض معامله هغه هم چې ډير طولاني وي خطرناکه ده ځکه چې د مرګ نيټه معلومه نده او د قرض نه ادا کول خطرناک دي .

https://dawat610.com/archives/10867

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً