اول – پر الله سبحانه وتعالی ايمان :

د ايمان لومړی رکن د الله سبحانه وتعالی په وجود ، ربوبيت ، الوهيت ، اسماء او صفاتو باندې ايمان لرل چې تفصيل يې مخکې د توحيد په کلمه کې بيان شو ، په الله سبحانه وتعالی باندې د ايمان او اعتقاد لرلو خلاصه :

۱- د الله تعالی په وجود باندې ايمان ، د الله سبحانه وتعالی په وجود د ايمان لرلو دليل او ستره نښه دا ده چې هغه سبحانه وتعالی ورځ په شپه او شپه په ورځ بدلوي ، له ژوندې څخه مړی او له مړي څخه ژوندی پيدا کوي ، نو ايا د الله پرته بل څوک شته چې دا کار تر سره کړي ؟ نه

لقوله سبحانه وتعالی :

[تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ] (آل عمران :۲۷) .

ژباړه: ته شپه په ورځ کې ننه باسي (شپه په ورځ بدلوې) او ته ژوندی له مړي را وباسې او مړی له ژوندي او چې چا ته دې خوښه شي بې حسابه رزق ورکوې .

او د الله تعالی په وجود باندې عقلي دليل مو مخکې د ابی حنيفه رحمه الله مناظره چې له يو ملحد سره يې کړې وه بيان کړه .

۲- الله تعالی يو دی په ذات او صفاتو کې شريک نلري ، رب ، خالق او رازق د ټول عالم دی او هيڅ شريک نلري .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَّا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ] (البقرة: 163).

ژباړه: همدا يو الله دی . پرته له دی مهربان او بښوونکي الله څخه بل هيڅ لائق د عبادت (معبود بر حق ) نشته.

دليل دا دی کچېرې الغياذ بالله دوه خدايان وای نو د کائناتو په تنظيم کې به خامخا بې نظمې راغلی وه .

لقوله سبحانه وتعالی :[لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ] (الانبياء ۲۲ ) .

ژباړه:کچېرې په ځمکه او آسمان کې پرته له الله نور خدايان وای نو د دواړو نظام به کډوډ شوی ؤ د عرش څښتن له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان يې وايي .

۳- د الله سبحانه وتعالی سره هيڅ شی مشابه نه دي نه په ذات او نه په صفاتو کې :

لقوله سبحانه وتعالی :[ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ] (الشوری ۱۱ ) .

ژباړه: هغه ته ورته هيڅ نشته . د هر څه ښه اورېدونکی او ښه ليدونکی دی .

۴- الله سبحانه وتعالی معبود برحق دی (لا اله الا الله ) چې تفصيل په توحيد الوهيت کې بيان شو .

۵- الله سبحانه وتعالی هميشه دی او هميشه به وي ، فنا کېدل نلري او تل تر تله ژوندی دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ] (الصص :۸۸ ) .

ژباړه:له هغه پرته هر شی هلاکېدونکي دي .

وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لا يَمُوتُ] (الفرقان: ۵۸ ) .

ژباړه: او په هغه ژوندي ذات توکل وکړه چې هيڅکله نه مري

۶- هر څه چې په جهان او عالم کې تر سره کيږي د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ، هغه جل جلاله په هر څه قادر دی ، د ټولو شيانو مرګ او ژوند ، عزت او ذلت د هغه (جل جلاله ) په واک کې دي ، ګټه رسول ، دفع ضرر ، خير او شر ټول د الله تعالی د طرفه دي .

[قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ] (آل عمران:۲۶).)

ژباړه: (ای محمده !) ووايه : ای الله ! خاوند د پاچاهۍ ، ته پاچاهي هغه چا ته ورکوې چې ستا خوښه شي او چې له چا نه ستا خوښه شي ترې اخلې يې . چاته دې چې خوښه شي عزت ورکوې او چې چا ته دې خوښه شي ذليلوې يې . ستا په لاس کې خير دی او ته په هر شي قادر يې .

[مَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ] (التكوير:۲۹) .

ژباړه: او نه شئ قصد کولی تاسې ( د سمې لارې) مګر هغه چې اراده وفرمايي الله چې پالونکی د ټولو عالميانو دی .

۷- الله تعالی په هر څه عالم دی د هغه څخه هيڅ شی پټ نه دي .

[وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ](الزخرف ۸۴).

ژباړه: او همدغه يو الله په آسمان کې معبود دی او په ځمکه کې هم . د حکمت خاوند دی او په هر څه پوه دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً