قصداً د روژې خوړل

قدرمنو دآنلاین اسلامي لارښود کار کونکو ته سلامونه وړاندې کوم:
پوښتنه مې دا ده چې آیا ريښتیا هم د اسلامي هېواد مشر ته روژه معاف ده او که ځواب هو وي نو په کومو شرایطو؟
هیله ده ځواب را کړی.
په درنښت

حبيب مؤمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

روژه د اسلام رکن دی چې په هر بالغ او مسلمان مالدار ، غريب ، پاچا و غيره نارينه او ښځه فرض ده .

پرته له عذر لکه : سفر ، مرض ، حیض او نفاس څخه قصدًاً د روژې خوړل عظيمه ګناه ده .

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد (

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

د يوې ورځې قصداً خوړولو کفاره دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول دي کچېرې د روژې نيول ورته ګران وي نو شپيتو مسکينانو ته به دوه څاښته ډوډۍ برابروي .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹).

حكم القضاء: يجب باتفاق الفقهاء القضاء على من أفطر يوماً أو أكثر من رمضان، بعذر كالمرض والسفر والحيض ونحوه، أو بغير عذر كترك النية عمداً أو سهواً (فقه الاسلامی وادله )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً