د الله تعالی په توحيد باندې د ايمان فضيلت

۱- ډاډ او خلاصون :

په توحيد باندې د ايمان لرونکو لپاره ډاډ ،امن او کاميابي ده :

لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ] (الأنعام: ۸۲) .

ژباړه : هغه کسان چې ايمان راوړی او شرک يې نه وي ورسره کډ کړی نو همدوی ډاډمن او همدوی لار ميندونکي دي .

۲- توحيد د ګناهونو د بښنې سبب دی :

د انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : «قال الله تعالى: يا ابن آدم، لو أتيتني بقراب الأرض خطايا، ثم لقيتني لا تشرك بي شيئًا، لأتيتك بقرابها مغفرة» (رواه الترمذي باسناد حسن ) .

ژباړه : الله تعالی فرمايلي : ای د آدم بچيه ! که ته ما ته په داسې حالت کې راشي چې ګناهونو دې د ځمکې په اندازه وي ، بيا ستا زما سره په داسې حال کې ملاقات وشي چې زما سره دې هيڅ شی نه وي شريک کړي نو زه به تاته د قراب په مثل بښنه وکړم .

الله تعالی د توحيد په برکت ګناهونه بښي : [إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ] (النساء: ۴۸) .

ژباړه : بې شکه الله پاک يوازې شرک نه بښي او له دې پرته چا ته يې چې خوښه شي هر څه بښي .

۳- الله تعالی د دوزخ اور ورباندې حرام کړی دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «ما من عبد قال: لا إله إلا الله، ثم مات على ذلك، إلا دخل الجنة»

ژباړه : کوم بنده چې ووايي : لااله الاالله ، بيا مړ شي په همدې (کلمه توحيد ) ، داخل به شي جنت ته .

په دې حديث شريف کې دا بيان دی چې په توحيد عقيده ولري ووايي : (لا إله إلا الله) ، نو دا توحيد شو او بيا د همدې توحيد په حالت کې مړ شي چې د دين څخه ګرځېدلی نه وي نو داخل به شي جنت ته .

د داخليدو کيفيت دلته څه دی ؟ آيا په پيل کې او که وروسته ؟

د اکادمي اسلامي د عقېدې استاذ دوکتور سهل العتيبی يې داسې ځوابوي :

کچېرې چا کامل توحيد اختيار کړی وي يعنې د لااله الا الله د شروطو ، ارکانو ، لوازمو او غوښتنو موافق عمل يې کړی وي نو په اول کې به جنت ته داخل شي . او داسې کس باندې د دوزخ اور حرام دی ،

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«فإن الله حرم على النار من قال لا إله إلا الله يبتغي بذلك وجه الله» (متفق عليه ) .

يعنې : چا چې د الله تعالی د رضا لپاره کلمه لا اله الا الله ويلي وي په هغه باندې د دوزخ اور حرام دی .

مګر که چا کلمه ويلی وي مؤمن وي مګر د هغه په شرطونو او غوښتنو يې صحي عمل نه وي کړی ، د ګناهونو مرتکب شوی وي او د ګناهونو څخه يې توبه نه وې اېستلی ، بد کارونه يې پر نيکو کارونو درانه شوی وي نو هغه به د څه مودې لپاره دوزخ ته ځي او بيا به د همدې توحيد ، ايمان او کلمې په برکت له دوزخ څخه وځي که څه هم په زړه کې يوه زره ايمان وي .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : «أخرجوا من النار من قال: لا إله إلا الله، وفي قلبه أدنى أدنى أدنى مثقال ذرة من إيمان»

ژباړه : د دوزخ څخه به خارج کړ شي هغه څوک چې کلمه د لا اله الا الله يې ويلي وي او په زړه کې يې ، ادنی (کم) ادنی ادنی په اندازه د زرې ايمان وي . (عقيده۱- الاکاديمة الاسلامية ) .

۴- د [لا اله الا الله] کلمه د ځمکې او آسمانونو څخه درنده او وزمينه ده :

د توحيد کلمې ويل دومره ستره نيکي او حسنه ده چې تر ځمکو او آسمانونه څخه وزمينه ده .

ابی سعيد الخدري رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«قال موسى -عليه السلام-: يا رب علمني شيئًا أذكرك وأدعوك به، قال: يا موسى، قل: لا إله إلا الله، قال: يا رب، كل عبادك يقولون هذا، قال: يا موسى، لو أن السماوات السبع، وعامرهن غيري، والأراضين السبع في كفة، ولا إله إلا الله في كفة مالت بهن لا إله إلا الله» (الحاکم بالسناد صحيح ) .

ژباړه : موسی عليه السلام ويل : ای ربه ! ما ته داسې شی را وښيه چې ستا ورباندې يادوم او ستا نه غوښتنه ورباندې کوم ، الله تعالی وفرمايل : لا اله الا الله وايه ، ويې ويل : ای ربه ! ستا ټول بندګان دا وايي . و يې فرمايل : ای موسی ! کچېرې اووه آسمانانو سره له هر څه او اوه ځمکې په يوه پله کې کېښودل شي او لا اله الا الله پر بله پله کې کېښودل شی کلمه د لا اله الا الله به ورباندې درنه شي .

۵- د کلمې په ويلو باندې د بري او لويې کاميابۍ (جنت) زېری :

قوله سبحانه وتعالی : [وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ] (الزمر١٧﴾ .

ژباړه: (او مؤمنان هغه کسان دي ) چه ځان ساتي له عبادت او بندګۍ د طاغوت څخه، او را وګرځي په عبادت او بندګۍ خپلی کښې یواځې الله تعالی ته، نو د همدوی لپاره زیرې دی، نو ای پیغمبره زیرې ورکړه زما بندګانو ته.

عنْ عُمَر بْنِ الخَطَّابِ رضي اللَّه عَنْهُ عنِ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ : « ما مِنْكُمْ مِنْ أَحدٍ يتوضَّأُ فَيُبْلِغُ أَو فَيُسْبِغُ الوُضُوءَ ثُمَّ قَالَ : أَشْهدُ أَنْ لا إِله إِلاَّ اللَّه وحْدَه لا شَريكَ لهُ، وأَشْهدُ أَنَّ مُحمَّدًا عبْدُهُ وَرسُولُه ، إِلاَّ فُتِحَت لَهُ أَبْوابُ الجنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّها شاءَ » رواه مسلم .

ژباړه: عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تاسې څخه چې څوک اودس وکړي او د پوره آدابو سره په ښه شان اودس وکړي بيا د اوس کولو وروسته ووايي :[اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله]، نو د ده د پاره به د جنت ټولې دروازې پرانستل شي هغه چې په کومه دروازه جنت ته تلل غواړي جنت تلای شي (روا المسلم ) .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً