بيع نارواه طرېقې او د هغو حکمونه

د بيع نارواه طرېقې او د هغو حکمونه :

په عام ډول ناجايزې بيعې په دری ډوله دي لکه : بيع باطل ،بيع فاسده او بيع مکروهه .

۱- بيع باطل :

د باطلې بيع حکم دادی چې معامله او استعمال يې ټول حرام دي مثلاً چا دسود کاربار وکړيا یې د شرابو کارخانه جوړه کړه يا يې شراب دبيع لپاره راوړل يا یې د قمار په ذريعه تجارت وکړ څنګه چې دا څيزونه په اسلام کې مال نه ګڼل کيږی نو ځکه دا ټول کار بار حرام او باطل دی او تجارت يې هم باطل دی .

۲- بيع فاسده :

بيع فاسده هغه بيع ده چې د بيعې جنس حلال وي مګر په کوم صورت چې هغه خرڅيږي هغه نا جايز وي لکه: د حيوان په پوست کې وړۍ په درياب کې ماهيان ، ځکه په درياب کې ماهيان د هيڅ چا ملک نشي کيدای ترڅوچې ښکار شوي نه وي نو ددی وجې نه دابيعه فاسده ده .

۳- بيع مکروه :

په مکروه بيعه کې مال هم حلال وي اوکوم شي چې خرڅيږي هغه هم حلال وي مګر په کومه طريقه چې خرڅيږي او ګټه ترې اخستل کيږی هغه نا جايز وي .

مثلاً يوشی له تجار سره په ۱۰ روپۍ قيمت شوي او ددې یقين شته چې تجار راضي شي دوهم سړی راځې هغه يې په يوولس روپۍ غواړي روپۍ يې ورکړې اوهغه جنس واخست د هغه مقصد صرف داوي چې تجار زياته ګټه وکړي نوموړی جنس يې په ۱۲ روپۍ خرڅ کړ يایې په ۱۱ روپۍ واخست دغه يوه يا دوې روپۍ کټه د هغه دوهم سړي په وجه تجار ته زياتې شوي چې دا فعل او دې بيع ته بيع مکروه وايي .

مسايل

۱- هغه ګيا او بوټي چه پخپله شنه شوی وي اواوبول شوي نه وي دهيچا ملک نشي کيدای بيع يې ناجايزه ده .

۲- دحيوان د بچي بيع د حيوان په نس کې نارواه ده که له بچي سره يو ځای خرڅ شي رواه ده .

۳- دحيوان په تيو کې شيدې اوپه بدن باندې وړی خرڅول حرام دي .

۴- دانسان د ويښتانو هډوکو او نورو بيع اوله هغه څخه استفاده کول حرام دي .

۵- دمردار شوي حيوان او خنزير بيع حرامه ده .

۶- د ځاندارو تصويرونه او مجسمې لکه :پلاستکي ناوکې د وړوکو نجونو لپاره يا پلاستکي حيوان او مرغه او نورو بيع باطله ده په شريعت کې د ځاندارو تصوير او مجسمه هيڅ قيمت نه لري .

۷- په درياب کې ماهيانو او په هوا کې مرغانو بيعه حرامه ده ځکه چې د چا ملکيت نشي کيدای .

۸- که څوک غوا پدې شرط وپلوري چې د ورځې څلور کلو شېدې کوی دا بيعه حرامه ده مګر که ووايي چې ډيرې شيدې کوي رواه ده .

(اسلامې فقه ،زيورجنتی ،فتاوی هنديه ،شامي ) .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 69 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً