صلح په لغت کې جوړې اوسازش ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې يو عقد او تعهد دی چې د هغه په وسيله د طرفينو په مينځ کې د خصومت ،جنجال او دوښمنۍ مخ نيول کيږي . د صلح په کولو سره يو طرف د دوښمنۍ او جنجال د قطعې په خاطر تر خپل حق يا څه حصې د خپل حق څخه مقابل طرف ته ورتريږي ( د الله جل جلا له د رضا او خوښۍ د پاره ) .
نو صلح د طرفينو د شخړې ، جنګ جګړې او اختلافات مخ نوی کول او هغوی راضي کول بغير له الزام څخه ( يو نصيحت او خيرخواه حرکت بلل کيږي ) .
د صلحې جايزوالی :
اسلامي شريعت د مسلمانانو تر مينځ د شخړې د حل د دوښمنۍ له مينځه وړلو لپاره صلح جايز ګرځولې ده
قوله تعالی : ( والصلح خير ) النساء/128 يعنې : صلح او جوړه کول غوره دي .
او فرمايي: فاتقوا الله وأصلحوا ذات بينكم ( الأنفال/۱)
يعنې : له الله (جل جلا له) څخه ووېريږئ او خپلمنځي اړيکی سمې کړۍ ( د خپلمنځې شخړې په صلح کولو لرې کړئ ) .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) .
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د مسلمانانو په مينځ روغه جوړه جايز ده په شرط ددې چې حرام حلال او حلال حرام نه کړي .
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ: أَنَّ أَهْلَ قُبَاءٍ اقْتَتَلُوا حَتَّى تَرَامَوْا بِالْحِجَارَةِ، فَأُخْبِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم بِذَلِكَ، فَقَالَ: «اذْهَبُوا بِنَا نُصْلِحُ بَيْنَهُمْ». (بخارى:۲۶۹۳).
ژباړه : سهل بن سعد رضی الله عنه وايي : د قبا اوسيدونکي په خپل مينځ کې په جنګ شول داسې چې يو د بل په طرف يې ډبرې ويشتې کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر شو ويي فرمايل : ځئ چې لاړ شو د هغوی صلح وکړو .
www.dawat610.com