د وېندارې سره حج ته تلل په هغه صورت چې ميرمن مې هم وي

که دغه ځواب د قران او احادیثو نه ثابت کړی نو ډیره به ښه وی اځکه چی زه بیا حلکو ته قناعت ورکولۍ شم

اسلام علیکم

که چیری زه خپله ورانداره د ورور بی بی  عمری یا حج کولو ته بیایم او زهخپله بی بی هم بیایم یعنی په سفر کی به زما ورانداره زما بی بی په څنګ کي وي او زما ورور هم راځی بل هیواد نه سعودی ته یعنی مونږ چی کله هلته سعودی ته ورسیږو نو زما ورانداری ته به خاوند هم راشی چی زما ورور دی او په عمری ادا کولو کی به ورسره وی.

اوس زما سوال دغه دی چی ایا زه خپله ورانداره سعودی ته د عمری لپاره بوتلۍ شم کنه؟

ابراهیم خان ځاځیمیدان نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځې ته بغير د محرم څخه حج يا عمرې ته تلل جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ښځې ته د محرم بغير سفر کولو څخه منع فرمايلي ده : لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم (ښځې به د محرم کس بغير سفر نه کوي ) .

( کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۴۵ ) .

و فی الدر : لان المحرم من السبيل (الدرالمختار ۲/۴۶۴ ) .

و مع زوج او محرم ……….. و لو عجوزا (الدالمختار ۲ / ۴۶۴ ) .

د محرم څخه پرته سفر کول کوم چې جواز نلري د قصر په اندازه يا تر هغه زيات سفر کول دي .

مګر د ځنو فقهاؤ رايه دا ده کچېرې ښځه د نورو صالحو ښځو سره په سفر کې وي په لاندې شرطونو يې سفر کول جايز دي .

۱- دا چې فرضي حج وي زمونږ د مذهب پر بنا په عمر کې يو ځل عمره کول سنت دي فرض او واجب نه ده .

۲- دا چې په سفر ، اتاق کې صالحه او يا صالحې ښځې ورسره وي .

۳- حجاب يې کړی وي ، او امام احمد په نزد ځوانه او ښايسته به نه وي .

جاء في اللجنة الدائمة :

 إن سفر المرأة مسافة قصر لا يحل إلا بصحبة زوج أو محرم، وهذا هو الأصل، ولكن أجاز بعض العلماء سفر المرأة في الحج أو العمرة للمرة الأولى (حجة الفرض أو العمرة الأولى) إذا كانت بصحبة نساء صالحات ورفقة جماعة مأمونة، والأخذ بهذا الرأي فيه تيسير على راغبات الحج أو العمرة، وهذا ما جرى عليه العرف متى أمنت الفتنة· والله أعلم·

الحج و العمرة إذا كان الحج والعمرة ممايجبعليها ( يعنيالحجأوالعمرةلأولمرة) وذلكبشروط.

۱- الرفقة الصالحة المأمونة.

۲- أنتكون المرأة مأمونة في نفسها.

۳- أن تلتزما لحجاب والحشمة في سفرها.

وذهب الإم امأحمد في رواية إلى جواز ذلك بالشروط السابقة للمرأة العجوز دون الشابة الجميلة.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً