د ښځو عورت د خپلو محرمو په وړاندی څه دی ؟

اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
آیا ښڅه په خپل کور کې چې هلته څوک یې نا محرم نه وي لوڅ سر کرځیدلی شی؟

محمد ساجد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خپلو محرمو ( پلار ، زوی ، ورور ، وراره ، د خور زوی ، د خاوند زوی ) ته د خپل مخ لاسونو ، قدمونو او ظاهري زينت پرته د نور بندن ظاهرول جايز نه دي لکه ( سرتور سر ، سينه او نور بدن ) يعنې پخپل کور به د پلار ، وروڼو ، زامنو … څخه د مخ ، لاسونو ، قدمونو او ظاهري زينت پرته نور بدن نه ښکاره کوي .

لقوله تعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا (النور ۳۱)

يعني : او خپل سينګار دې نه ښکاره کوي پر ته له هغه چې خپله څرګند شي .

د [إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا] نه مطلب د جمهورو په نزد مخ ، لاسونه او قدمونه دي يوازې محرمو ته .

أن ابن عباس ومن تابعه أرادوا تفسير ما ظهر منها بالوجه والكفين، وهذا هو المشهور عند الجمهور (ابن کثير) .

او فرمايي : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء (النور ) .

ژباړه : هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي خو ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو (بنزيو) يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو يا خپلو مريانو يا خپلو هغو تر لاس لاندې نارينه ؤ چې ښځو ته حاجت نه لري يا هغو ماشومانو ته چې تر اوسه لا د ښځو عورات نه پوهيږي ( دغو کسانو ته ښکاره کول پروا نه لري ) .

يعنې بغير له محرمو کسانو دې غير محرمو ته خپل ستر زينت او سينګار نه ښکاره کوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً