په تجارت کې څو فيصده ګټه کول جايز دي ؟

سلام علیکم ورحمته الله و بر کاته
درنو عالمانو زه یو دوکاندار یم
کله چی زه یو شی په سل روپی واخلم آیا کولای شم چی همدغه جنس په دوه سوه وپلورم ؟
یعنی سو فیصده فا یده جواز لری آخری حد یی که را ته وشیی دیره مهربا نی به مو وی
وسلام مع الا حترام
حشمت الله له کابل سخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامي شريعت کې په تجارت کې د ګټې کولو اندازه او فيصدې نه ده تعين شوې .

“فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء” (13/91) .

مګر په اسلامي شريعت کې د معاملاتو د بنسټونو او ضوابتو څخه يو هم عدل او انصاف دی چې مسلمان تجار به په معامله کې د انصاب څخه کار اخلی ظلم او زیاتی به نه کوي.

په اسلام کې په ټولو کارونو ، او معاملاتو کې عدل او انصاف ډير مهم دی ځکه د ټولو پيغمبرانو د نزول يو هدف د عدل قيام دی

الله تبارک وتعالی فرمايي : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵).

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړي ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

په ظلم او نا حقه سره د هيڅ چا مال اخيستل جايز نه دي :

[وَلا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ ] (الاعراف ۸۵) .

يعنې : خلکو ته د دوی شيان مه کموئ .

و قوله سبحانه و تعالی : [وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ..]( البقره ۱۸۸ )

يعنې :په خپلو منځو کې په ناحقه يو د بل مال مه خورئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :كل المسلم على المسلم حرام دمه وماله وعرضه ( أخرجه المسلم ).

يعنې : هر مسلمان ته د بل مسلمان وينه ، مال ، آبرو او عزت حرام دي .

(الضوابط تجارة – معاملات المعاصره مدينه منوره )

مګر که چاته علم نه وي د يو جنس اصلي نرخ ورته معلوم نه وي او يا نابلده وي په هغه کس باندې کوم څوک د بازار يا اصلي نرخ څخه په لوړ قيمت شی و پلوري داسې کول چل فريب او غبن دی او داسې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101 )

ژباړه :   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

اوس عصر کې د اکثرو تجارانو همدا حال دی چې په نا بلده کسانو په لوړ قيمت سودا خرڅوي .

چې دې بيع ته الغبن فاحش وايي ددې بيع حکم رد دی .

وفي حاشية ابن عابدين:4/159 من الطبعة القديمة بحث الغبن الفاحش ، أنه يحق له الرد في ذلك.

وفي مجلة الأحكام العدلية المادة/357/:” إذا غر أحد المتبايعين الآخر، وتحقق أن في البيع غنباً فاحشاً فللمغبون أن يفسخ البيع حينئذ”.

د لبغن فاحش اندازه څومره ده ؟ :

مجله احکام عدليه خلافت عثماني ، غبن فاحش د وړلو او نقل وړ اجناسو کې ۵٪ او په حيوان کې ۱۰٪ او په جايداد کې ۲۰٪ ټاکلی دی .

وفي مجلة الأحكام العدلية المادة /165/ الغبن الفاحش بما يعادل 5% في المنقولات و10% في الحيوان والخمس 20% في العقارات أو أزيد من ذلك، وما دونه غبن يسير.

او مالکيه فقهاؤ غبن فاحش د مال د مجموعی قيمت د دريمې حصه يا د دريمې حصې  څخه زيات بللی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 84 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً