د خيانت په مقابل کې خيانت جايز نه دی

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الله تعالی دې وکړي چې روغ جوړ صحتمنده یاست
زما پوښتنه دا ده چې زه د خپل کفیل سره کار کوم په سعودي کې ما ته 1500ریاله معاش راکوي او زما غوندې کاریګرو معاشونه 2500 ریاله دي ما ترېنه د معاش د زيدت خواهش وکړو خو کفيل وایي چې ویزه دې ختمه وم که خوښه د وي ښه که نه ویزه دی ختموم درته زه ورنه تنزل غواړم د اقامی بل ته تحویل نه را کوي تنزل نه را کوي ما ته وایي یا به د ویزه ختموم او یا به کار کوي .
نو آیا زه کولی شم چی د خپل معاش مطابق د هغه د روپو نه خپل معاش واخلم هغه پدې نه پوهیږي که زه د خپل معاش مطابق روپی واخلم
که ځواب یی راته راکړئ الله تعالی مو وبښه

جميل الرحمان – سعودی عربستان


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د تاسې د کار او لياقت وړتيا د نورو سره يو شان وي نو تاسې د اجرت مثل د وړانديز حق لرئ اجرت مثل هغه اجرت ته وايي څه چې عام رواج وي ، او که بيا هم تاسې ته اجرت مثل نه درکوي او تاسې ته بل ځای کار نه پيدا کيږي نو په همدې معاش صبر وکړئ الله تعالی به په همدې کمه اجره کې برکت در ته واچوي .

دا چې تاسې ته کفيل اجرت مثل نه درکوي د اسلامي شريعت له مخې ظلم دی او د کم اجرت په مقابل کې د مزدور څخه د زيات کار اخيستل دي چې ظلم او خيانت دی .

مګر تاسې ته جايزه نه ده چې پخپل در سپارل شوې مسئوليت کې خيانت وکړئ بلکي د امانت خيال به ساتئ .

الله جل جلا له  د مؤمنانو په صفاتو کې فرمايي :[ وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المؤمنون ۸). ژباړه : او هغه کسان چې د خپلو امانتونو او وعدو رعايت کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ (رواه الترمذي -1264)  .

يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه

اللجنة الدائمة يې په اړه ليکي :

وسئلت اللجنة الدائمة : عن رجل يعمل في بقالة وصاحب العمل لا يعطيه راتبه إلا كل أربعة أشهر أو ستة ، فهل يجوز له أن يأخذ راتبه الشهري من أموال البقالة التي يعمل بها بدون علم صاحبها ؟

د اللجنة الدائمة څخه د يوه سړي په باب پوښتنه شوي ده چې هغه د بقالی کار کولو د هغه مالک څلورو يا شپږ مياشتې د هغه اجرت ځنډوي نو هغه ته دا روا ده چې خپل د بقالی کار مياشتنې اجرت د مالک څخه په پټه واخلي .

فأجابت : لا يجوز لك أخذ راتبك من البقالة التي تشتغل فيها بدون علم صاحبها وإذنه لك بذلك ، وعليك بمطالبة صاحب العمل بمرتبك ، فإن أبى فإنك تقوم برفع شكايتك إلى الجهة المختصة لتلزمه بذلك اهـ . “فتاوى اللجنة الدائمة” (۱۵/۱۴۵)

 ځواب : نه هغه ته دا رواه نه ده چې د خپل کار حقوق د مالک څخه په پټه يا د هغه د اجازې پرته واخلي ، هغه بايد د خپل مالک څخه د حق غوښتنه وکړي ، او خپل شکايت دې مربوط مقام ته پيش کړي .

 و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً