د قرض د نه ادا کولو سزا

د قرض نه ادا کول او د هغه په ادا کولو کې غفلت کول ددې سبب ګرځي تر څو له دنيا څخه سړی په داسې حال کې رحلت وکړي چې د خلکو پوروړی وي ، په داسې حال کې چې په آخرت کې نه درهم شته او نه دينار بلکي هلته به د پيسو په مقابل کې د نيکو اعمالو بدله او ثواب ورکول کيږي ، د پور د نه ادا کولو په اړه په احاديثو کې د وعيد او سخت خبرداری ډک ارشادات :

د ابی موسی ضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي:

اَغْظَمُ الذَّنُوبِ عِندَاللهِ اَنْ يَّلْقَاه عَبْدُ ُ بعدَ الْكَبَائِرِالَّتِي نَهي اللهُ عَنْهَا اَنْ يَّمُوْتَ رَجُلُ وَ عَلَيْهِ دَيْنُ ُ لاَ يَدَعُ لَهُ قَضَاءُ ُ (رواه احمد)

د هغو کبيره ګناهونو نه پس – د کومو نه چه الله تعالی منع فرمائلی ده لکه (شرک،زنا،وغيره) د ټولو نه لويه ګناه دا ده چه سړی په داسې حال کې مړ شي چې په هغه باندې د چا قرض وي او د هغه د ادا کولو لپاره يې څه نه وی پريښي.

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

نَفْسُ الْمؤْمِنِ مُعَلَّقَةُ ُ بِدَيْنِهِ حَتَّي يُقْضي عَنْه (ابن ماجه ،ترمذی ،داؤد اومسنداحمد)

د مؤمن بنده روح د هغه د قرض په وجه زوړند او بند کړ شوی وي ترهغې پورې چه څو پورې د هغه قرض نه وي ادا شوی .

د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

يُعْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ اِلاَّ الدَّيْنَ (رواه مسلم)

شهيد لره به د ټولو ګناهونو مغفرت وشي بغير له قرض څخه .

.…. وَالَّذِي نَفْسَ مُحَمَّدُ ُ بَيَدِه ِ لَوْ اَنَّ رَجُلاً قَتَلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ َ عَاشَ وَعَليهِ دِيْنُ مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّي يُقْضي دَينُه ( رواه احمد ، المستدرك على الصحيحين )

ژباړه : قسم دی په هغه پاک ذات باندې د چا په قبضه کې چه د محمد صلی الله عليه وسلم روح دی ،که چېرې يوسړی د الله تعالی په لارکې (جهاد) کې شهيد شي او بيا ژوندی شي او بيا شهيد شي او بيا ژوندی شي او بيا د خدای (جل جلاله) په لار کې شهيد شي او د ده په ذمه باندې قرض وي نوهغه جنت ته تر هغې پورې نشي تلی ، څو پورې چه د ده قرض نه وي ادا شوی .

مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ (رواه البخاري )

ژباړه : كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلي ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يې ادا کړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشيٍ کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړي ) او چه څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم د هغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي ).

د مړي قرض  په چټکی سره خلاصول په کار دي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا عادت ؤ چه کله به کومه جنازه ده ته پيش شوه نوهغوی صلی الله عليه وسلم به د مړي له ورثې څخه پوښتنه کوله چه آيا په دغه کس باندې د چا قرض شته او که نه؟ که به د چا پوروړی وو نو د مړی ورثې ته به يې د هغه د قرض په ادا کولو حکم کولو.

و ما توفقی الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً