په رقيه شرعي (دم ،دعا) باندې اجرت اخيستل جايز دي ؟

که یوڅوک چاته تعویذ وکری اووایی چه دغومره پیسی راکره تعویذدرته کوم اومریض دی ښه کیژی اوکه دغومره پیسی رانکری تعویذدرته نه کوم . ددی څه حکم دی په تفصیل سره معلومات راکری هیله کوم چه دیرژرمعلومات راکری مهربانی به مو وی
ومن الله التوفیق

معراج الدين عالمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

تعويذ چې د شرعي دم یو شکل دی د جمهورو فقهاؤ په نزد په لاندې شرطونو جايز دی .

الف ) : دا چې تغويد به د کلام الله ، د الله تعالی صفات او اسماء او مسنونه دعا او اذکار وي .

ب ) : په عربي ژبه به وي واضح چې ولوستل شي او معنی يې معلومه وي ، په ابجد حساب او غيره به نه وي .

ج ) : تغويذ او دم به مأثير بالذات نه ګڼل کيږي بلکي داسې عقيده به لري چې شفاء د الله تعالی په تقدير پورې اړه لري .

جاء في الموسوعةالفقهية :

ما كان تعويذاً بكلام اللّه تعالى أو بأسمائه فذهب جمهر الفقهاء إلى أنّ الاسترقاء بذلك جائز،وقال السّيوطيّ‏:‏ إنّ الجواز مقيّد باجتماع ثلاثة شروط عند جميع العلماء وهي‏:‏

أ – أن يكون بكلام اللّه أو بأسمائه وصفاته‏.‏

ب – أن يكون باللّسان العربيّ وبما يعرف معناه‏.‏

ج – يعتقد أنّ التّعويذ والرّقية لا تؤثّر بذاتها، بل بتقدير اللّه تعالى‏.‏ وقيل‏:‏ إن كان مأثوراً فيستحبّ‏

دوهم :

په دم او تعويذ باندې اجرت اخيستل جايز دي ، د ابن عباس رضی الله مشهور حديث دی چې بخاری روايت کړی صحابه کرامو په شرعي رقيه باندې اجرت اخستی وو د هغه په اړه رسول الله صلی الله وسلم ته عرض پيش کړ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ((إنَّ أحقَّ ما أخذتُم عليه أجْرًا كتابُ الله))؛ رواه البخاري.

جاء فی الموسوعة الفقهية :

ذهب جمهور الفقهاء إلى جواز أخذ الأجرة على التّعاويذ والرّقى، وإليه ذهب عطاء، وأبو قلابة، وأبو ثور، وإسحاق، واستدلّوا بحديث أبي سعيد الخدريّ رضي الله عنه الّذي سبق ذكره

مګر دا شرط لګول چې دومره اجرت درڅخه اخلم په دې شرط چې ددې تغويد سره جوړيږي يا د جوړېدو په ضمانت سره ، دا ډول اجرت په مجهول باندې اجرت نه صحي کيږي ، بې انصافي کول او د خلکو مجبرول په اجرت ورکولو نه دې پکار ځکه خلک د دم او رقيه له د اجرت په اړه معلومات نلري چې په دې په زړه کې ناخوښی او کينه ځای نیسي .

همدارنګه بې ضرورت د بيګانه ښځې په بدن لاس وهل يا بې ضرورت د اندامونو ته کتل حرام دي .

او پرته له محرم څخه د ښځې يوازې ورتلل دم کوونکي ته او يا له هغه سره يوازې کیناست مطلق حرام دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً