په کومو موادو کې احتکار مينځته راځي

د امام ابو يوسف رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په هر هغو اجناسو کې چې خلکو ته يې ضرر رسيږي احتکار مينځ راځي هغه که د سوخت مواد وي ، لباس وي او حيوانات او غيره .. د اکثرو علماؤ قول همدا دی .

وذهب أبو يوسف من الحنفيّة إلى أنّ الاحتكار إنما يكون في كلّ ما أضر حبسه، سواء كان في الأقوات أم في غيرها، اعتمادّا على علّة الحكم، وهي الضرر، فكلّ ما سبّب ضررّا فهو احتكار. وهذا أقرب إلى قول مالك. (الفقة الاسلامية ) .

احتکار کله مينځه راځي :

احتکار د لاندې دريو شرطونو په صورت کې مينځته راځي .

اول :دا چې د احتکار جنس د هغه د اهل عيال د يو کال مصرف او تکفل نه زيات وي ، ځکه دا جايز دی چې سړي د خپل کور د خرڅ د پاره د يو کال مواد ذخيره کړي .

دوهم :دا چې د احتکار اجناس په دې نيت ذخيره کړي تر څو قيمتونه لوړ شي او بيا يې په ګران قيمت و پلوري ، او د خلکو د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي .

دريم :دا چې احتکار هغه وخت مينځته راځي چې کله خلک احتکار شوي اجناس ته اړتيا ولري لکه خوراکي مواد ، د سون مواد ، پوښاک او نور ….. او هغه اجناس چې خلک هغې ته ضرورت نه لري احتکار نه بلل کيږي ځکه خلکو ته يې ضرر نه رسيږي .

ځنې معاصر علماؤ بل شرط هم ور زياتوي چې دا ذخيره کول د اجناسو په نرخ باندې تأثير و نه کړي او په بازار کې د اجناسو قلت را نشي چې دې ډول احتکار ته احتکار قلت وايي :

وفيه يحتكر عدد قليل من المنتجين أو البائعين إنتاج سلعة معينة بحيث يمكنهم التأثير في ارتفاع ثمنها.(مکتبة الاسلامية )

د مطلب خلاصه : هر ډول اجناس چې د نرخونو د لوړوالي په نيت ذخيره شي او خلکو ته يې ضرر رسيږي د ذخېرې په وجه د موادو کموالی او د نرخ جګوالی را مينځته کيږي د احتکار حکم لري، مګر که کوم اجناس خريداري شي او د شدت او ضرر وخت نه وي د بيع او بازار د ښه والی د پاره وساتل شي باک نه لري په شرط ددې چې خلکو ته يې ضرر نه وي په بازار او نرخ څه تأثير ونه لري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً