په يو کلي کې دوه جوماته جوړول

السلام علیکم ورحمته الله
زما یوه پوښتنه ده
زمونږ په منطقه کی یو جامع مسجد وه چی رسیدګی ورته لږ سخته وه البته سپین ږیرو ته نو بیا خلکو فیصله وکړله چی یو صغیر مسجد به جوړ کړو بالاخره یی مسجد جوړ کړ خو مشکل داسی شو چی دوی اوله کی ویل چی جامع مسجد زمونږ هماغه پخوانی مسجد دی او دا به صغیر مسجد وی نو کله چی دده مسجد کار تکمیل شو او هغه پخوانی مسجد ته معاش هم نه ورکوی او نه یی مصارف پری کوی او اوس په همدی مسجد کی د جمعی لمونځ هم کوی زما مطلب دادی چی دلته د مسلمانانو تر منځ د تفرقه او نفاق خبره راځی او که نه او په دی مسجد کی لمونځ کول څنګه دی جواز لری او که نه؟
ستاسی د جواب په هیله
والسلام- ګل احمد احرار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مناطق او سيمې د زمان او مکان له حيثه فرق لري چې ځنې ښارونو په دَرو او بیا دَرې په وړو وړو کليو ويشل شوي وي نو په يوه منطقه او سيمه کې د جوماتو د شمير او تعداد زياتولو صورتونه دا دي :

اول : هغه جوماتونه چې په هغه کې د جُمعې پرته پنځه وخته لمونځ کيږي

د داسې جوماتونو څنګ په څنګ او نږدې جوړول او يا د يو جومات تقسيم په دوو جوماتو باندې د ضرار ، اختلاف او تفرقې په قصد حرام دي مګر که ضرورت وي ( د لارې مشکل ، د ځای تنګوالی او نور) بل جومات ته نږدې جومات جوړول جايز دي مګر د جومات تقسيمول جايز نه دي ، خو غوره دا ده چې همغه جومات ته پراخوالی ورکړ شي .

دوهم : دا چې د جُمعې ادا کولو لپاره د وړوکې جومات پرته بل لوی او مرکزي جومات جوړ شي باک نلري .

جاء في أحکام المساجد في الشرعية الاسلامية

تختلف البلدان من زمن إلى آخر، ومن مكان إلى مكان آخـر، فربما كان البلد بالأمس قرية صـغيرة، وهو اليوم مدينة كبيرة تحتوي على عـدة أحـيـاء، كل حـي يـعـادل القريـة أو يزيد. والكـلام في تـعـدد المساجد من وجهين: –

الوجه الأول: تعدد المساجد التي تقام فيها الصلوات غير الجمعة.

نص العلماء – رحـمهم الله تعالى – على تحريم بناء مسجـد بجـوار مسجد، أو بقربـه، لقصد الإضرار والمنافسة، وهكذا قسمة المسجد الواحد إلى مسجدين، لقوله سبحانه وتعالی : والذين اتخذوا مسجدا ضرارا وكفرا وتفريقا بين المؤمنين … (التوبه ۱۰۷ ) .

فـأما للضرورة والحاجة فيجوز بناء مسجد قرب مسجـد آخر أو جنبه، ولا تحـل قـسـمة المسجد إلى مسجدين؛ لأنه لا ضرورة تدعو لذلك. والأفضل توسعة المسجد، ولا يبنى بجواره مسجد.

الوجه الثاني: تعدد المساجد التي تقام فيها الجمعة.

: المبسوط (1 / 1/ 140)، وتفسير القرطبي (4 / 8/ 254)،

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً