معلوم او مجهول افعال

۲- د معلوم او مجهول له مخې د فعل اقسام :

معلوم فعل هغه دی چې جمله کې فاعل ذکر شوی وي لکه : نَصَرَ سعيد احمداً ( سعيد د احمد مدد وکړ ) .

مجهول فعل : هغه دی چې د هغه په کلام کې فاعل ذکر شوی نه وي ، او د فعل نسبت مفعول ته وشي چې بيا دې مفعول ته (نائب فاعل ) وايي ځکه چې فاعل ځای يې نيولی دی .

نَصَرَ احمداً (د احمد مرسته شوې ) په دې جمله کې نَصَرَ فعل مجهول دی ځکه مفعول يې معلوم نه دی .

مجهوله ماضي :

که و غواړو ماضی معلوم په مجهول بدل کړو د آخر حرف ماقبل ته زير ورکوو او حرف متحرک ماقبل ته يې پيښ ورکوو

لکه : ضَرَبَ —– ضُرِبَ

مجهوله مضارع :

که وغواړو معلوم مضارع په مجهوله بدله کړو د (اتين) حروف ته پښ ورکوو او د آخر حرف ماقبل ته زبر ورکوو .

لکه يَضربُ —- يُضرَبُ

مجهول امر :

که وغواړو معلوم امر په مجهول بدل کړو لام مکسور (زير لرونکي ) ور سره علاوه کوو .

لکه : يضرب —- لِيضرب

۳- صحيح او معتل افعال :

فعل د حروفو د څرنګوالی له جهته په دوه قسمه دی صحيح او معتل .

صحيح : صحيح هغه فعل دی چې حروف يې اصلي وي حروف (عله) ونه لري .

لکه : کَتَبَ ، نَصَرَ

معتل : هغه فعل دی چې د هغه په اصلي حروفو کې حروف (عله) چې عبارت له (واو، ياء او الف ) څخه دي موجود وي لکه :

وَجَدَ قَوَلَ ( عله حروفو څخه واو موجود دی ) .

يَسَرَ رَمَی ( عله حروفو څخه ياء موجوده ده ) .

الف منقلبه ، هغه الف دی چې په اصل کې واو او ياء وو لکه : قال په اصل کې قول وو او رَمی په اصل کې رَمَيَ

صحيح کلمې په دوه ډوله دي سالم او غير سالم يا مهموز او يا مضاعف .

مهموز : هغه کلمه ده چې په اصلي حروفو کې يې همزه موجوده وي لکه : أمرَ   سَألَ

مضاعف : هغه کلمه ده چې د هغه دوه اصلي حروف هم مثله وي لکه : مَدَدَ فَرَرَ

۴- لازم او معتدي افعال :

لازم : هغه فعل دی چې فقط فاعل ته ضرورت لري لکه : ذهبَ احمد (احمد لاړ ) .

معتدي : هغه فعل دی چې د فاعل سربيره مفعول ته هم ضرورت لري لکه : نَصرَ سَعيد زيداً ( سعيد د زيد سره مرسته وکړه ) .

۵- ثلاثي او رباعي :

کوم فعل چې دری اصلي حروف ولري ثلاثي بلل کيږي لکه : ضرب ، نصر .

کوم فعل چې د اصلي حروفو علاوه زيات شوي حروف ولري ثلاثي مزيد بلل کيږي لکه : ضارب ، احسن .

همدارنګه کوم فعل چې څلور اصلي حروف ولري رباعي بلل کيږي لکه : زلزل .

او که د اصلي حروفو سربيره اضافي حروف ولري رباعي مزيد بلل کيږي لکه : تزلزل .

۶- مثبت او منفي :

مثبت : هغه فعل دی چې د کار په کولو يا تر سره کېدو باندې د دريو زمانو څخه په يو زمانه کې دلالت وکړي لکه : نصرَ ، ينصرُ .

منفي : هغه فعل دی د کار په نه کولو يا نه تر سره کېدو باندې د دريو زمانو څخه په يو زمانه دلالت وکړي لکه : ما نصر (کومک يې ونکړ ) ، لاينصر (کومک نه کوي ) .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً