که اجاره او کرايه شوی مال هلاک شي تاوان پر چا دی ؟

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته !  ستاسو د دغه لوړ خدمت مننه کوم او د الله تبارک وتعالی څخه درته لوی اجر غواړم  وماذلک علی الله بعزیز وبعد: ما مخ کی هم تاسوته څه نا څه پوښتني عرض کړي دی خو تر اوسه په جواب نه یم ارزولۍ سوۍ نه پوهیږم چې ولی خو دا پلا می دا دی ستاسو د  gmail  لخوا د یوی پوښتنی اقدام وکۍ الله تقدس دی چې وکړی دا پلا جواب راکړی و من الله الاستعانة وعلیه التکلان .                          پوښتنه : یو نفر وکرایه کښ ته سامان ورکۍ چې د ا  تر پلاني ځایه ورسوه په دغه سامان کي یې هیروئین یا اسلحه پټه کړیوه پر لاری حکومت دا اسلحه یا هیروئین کشف کړه او دا کرایه کښ یې ډیر سخت جریمه کی دا تاوان به څوک پریکوی که د دلائلو سره دا مسئله ښه واضح بیان کی ډیره ډیره مهرباني او احسان به مو وی .

وفقکم الله تعالی وایانا لما یحب ویرضی .  والسلام

محمد حقاني


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې: د اجارې او کرايه لپاره شرعي اباحت (روا والی ) شرط دی ، د حرام مال او حرام شي کرايه کول او ځای ته رسول جايز نه دي لکه : شراب ، چرس ، هيروئين او نور .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

أن تكون المنفعة المعقود عليها مباحة شرعاً: كاستئجار كتاب للنظر والقراءة فيه والنقل منه، واستئجار دار للسكنى فيها، وشبكة للصيد ونحوها.
يتفرع على هذا الشرط أنه باتفاق الفقهاء : لا يجوز الاستئجار على المعاصي كاستئجار الإنسان للعب واللهو المحرم وتعليم السحر والشعر المحرم وانتساخ كتب البدع المحرمة، وكاستئجار المغنية والنائحة للغناء والنوح، لأنه استئجار على معصية.

دوهم دا چې : موسوعة الفقهية او مجلة الاحکام العدلي دور خلافت عثماني ليکي : چې د اجاره نيوونکي لاس د ضمانت لاس نه دی بلکي امين دی هغه به د امانت له مخې د اجاره شوي مال حفاظت کوي کچېرې په اجاره شوي يا کرايه شوي مال باندې آفت راغی داسې آفت چې د اجاره نيونکي د بې احتياطی او قصد له مخې نه وي په اجاره نيوونکي تاوان نشته .

أن يد المستأجر يد أمانة وليست يد ضمان،المأجورُ أمانةٌ في يد المستأجر إن كان عقد الإجارة صحيحاً أو لم يكن.
لا يلزم الضمان إذا تلف المأجور في يد المستأجر ما لم يكن بتقصيره أو تعديه أو مخالفته لمأذونيته.. (مجلة الأحكام العدلية ماده ۶۰۰ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 86 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً