د میراث وړلو شرطونه

د ارث يا ميراث وړلو دری شرطونه دي لکه : د ميراث پرېښودونکي مرګ ، د وارث ژوند او د قرابت او خپلوۍ پژندنه

۱- د مورث (میراث پرېښودونګی ) وفات : دا چې د مورث مرګ او وفات به ثابت او يقيني وي .

۲-د وارث ژوند : دا چې ميراث وړونکی به ژوندی وي وفات به نه وي او شرعاً به ميراث وړونکی وي ( قاتل ، مرتد او کافر به نه وي ) .

۳- د قرابت پېژندل : دا چې قرابت او خپلوي به معلوم وي چې د نسب له مخې او که د ازدواج له مخې ده .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً