علم ميراث (تعريف،فضيلت او اهميت)

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله ، نحمده ونستعينه ونستغفره ، ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا ، من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له واشهد أن لا اله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم وعلى آله وأصحابه  ومن تبعهم بإحسان وسلم تسليماً ، وبعد :

علم الفرائض :

تعريف : الفرائض د فرضه جمع ده ، فرض ټاکل شوي او واجب شوي ته وايي کوم چې الله تعالی پر خپلو بندګانو فرض کړي وي په اصطلاح کې علم الفرائض يا علم المواريث هغه علم دی چې د ميراث د تقسیم او حسابولو څخه بحث کوي .

فائده : هر وارث ته د خپلې ټاکلې حصې سپارل .

حکم : فرض کفايي دی کچېرې په يوه سيمه او علاقه کې د چا زده وي د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي مګر که د هيڅ چا نه وي زده ټول ګناه کار دي .

د علم ميراث فضيلت :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «تعلموا الفرائض وعلموها الناس فإنه نصف العلم وهو ينسى وهو أول شيء ينزع من أمتي» (الترمذي و ابن ماجه).

ژباړه : د ميراث علم زده کړئ او هغه نورو خلکو ته هم ور زده کړئ ځکه چې د ميراث علم نيم علم دی او دا علم ژر هيرېږي او دا اولين شی دی چې زما د امت څخه به جلا کيږي .

ميراث ځکه نيم علم دی چې دا نور ټول علوم د انسان په ژوند پورې اړه لري مګر علم ميراث د انسان په مرګ پورې اړه لري .

همدارنګه فرمايي :«العلم ثلاث: آية محكمة، أو سنة قائمة، أو فريضة عادلة…» (ابو داود و ابن ماجه )

ژباړه : علم دری قسمه دی : محکم آيتونه ، قائم سنت ، عادلانه ميراث .

همدارنګه ابن مسعود روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : قرآن زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ ، علم ميراث زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ ځکه چې زه وفات کېږم او زما د امت څخه علم پورته کيږي داسې ( وخت به راشي) چې دوه کسان به د ارث په باره کې اختلاف لري ولی څوک به نه پيدا کيږي چې د هغوی سره کومک وکړي (رواه الحاکم ) .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابه کرامو کې په علم ميراث کې عالمترين کس زيد بن ثابت رضی الله عنه ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي :

زما د امت تر ټولو مهربانه کس ابوبکر صديق رضی الله عنه دی او زما د امت ( د کفر او ناروا پر وړاندې ) سخت ګيره کس عمر رضی الله عنه دی او حياناک کس عثمان رضی الله عنه دی او د حلال او حرام په مسائلو کې تر ټولو عالم معاذ بن جبل رضی الله عنه دی او ډير د قرآن تلاوت کوونکی ابی ابن کعب رضی الله عنه دی او په علم ميراث کې تر ټولو پوه زيد بن ثابت رضی الله عنه دی او هر امت يو امين کس لري ددې امت امين کس ابوعبيده بن جراح رضی الله عنه دی ( سنن ابن ماجه اسناده حسن و صححه ابن حبان و الحاکم ) .

د ميراث اهميت :

د ميراث احکام الله سبحانه وتعالی په وضاحت او ټينګار سره په قرآنکريم کې بيان کړي دي او د بيان وروسته د هغه د سرغړونکو لپاره يې د سخت وعيد خبردارئ ورکړی دی يعنې الله تعالی هغو کسانو ته چې د دغو ټاکلو پولو خيال نه کوي سخت خبرداری ورکړی دی :

وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ (النساء ۱۴).

ژباړه : چا چې له خدای  او رسول  څخه سرکشي وکړه او د هغه په ټاکل شويو پولو يې تجاوز وکړ هغه به په دوزخ کې هميشه استوګن وي او دهغه لپاره رسواکونکی عذاب دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً