مړي ته د غسل ورکولو او کفن اغوستلو ثواب

رسول الله صلَّى الله عليه وسلَّم فرمايي: «مَن غسَّل مسلمًا فكتَم عليه، غفَر الله له أربعين مرة، ومَن حفَر له فأجَنَّه فيه، أُجْرِي له من الأجْر كأجْر مَسكنٍ أسكنَه إياه إلى يوم القيامة، ومَن كفَّنه، كساه الله يوم القيامة من سُندس وإستبرق الجنة» .(صحيح؛ رواه الحاكم -1/ 354) .

ژباړه : چا چې مسلمان مړي ته غسل ورکړ او د هغه پرده يې وکړه ( که د هغه څه د نجاست او پليتی شی وويني ) الله تعالی به څلوښت ځله هغه ته بښنه وکړي ، او چا چې هغه ته قبر وکيندلو او د هغه ستر يې وکړو ده لره به داسې اجر وي لکه يو مسکين ته چي د قيامت تر ورځې پورې د استوګنې برابرول ،او چا چې مړی ته کفن ور واغستلو الله تعالی به د قيامت په ورځ د جنت د ورېښمو جامې ور واغوندي.

نموړی حديث د جمهورو محدثينو په نزد د مسلم په شرط صحيح دی .

د جنازی وړل :

د جنازې د پورته کولو طریقه دا ده چه اول د کټ يا چهارپايې د مخ راسته پايه پر خپله راسته اوږه کښيږدي او لس قدمه ولاړ شي ددې څخه ورسته د شا راسته پايه په راسته اوږه کيږدي لس قدمه ولاړ شي ددې څخه ورسته د مخ طرف چپه پايه بيا د شا طرف چپه پايه په چپه اوږه کيږدې لس لس قدمه به ځي چه جمع څلويښت قدمه کيږي (بدائع الصنائع ، الدرالمختار ).

د جنازی تيز وړل مستحب دي داسې تيز هم نه چه مړی وښوري

په دليل د دغه حديث شريف : «أسرعوا بالجنازة، فإن تكن صالحة فخير تقدمونها، وإن تكن سوى ذلك فشر تضعونه عن رقابكم» (البخاری) .

يعنې : جنازه تيزه انتقال کړئ ، کچېرې نيک انسان وي نو هغه خپل خير ته ژر رسول کيږي ، او که بد انسان وي په بېړه د هغه شر له خپلو اوږو څخه لرې کړئ .

د جنازی سره د ښځو تلل مکروه تحريمی دي .

په دليل د دغه حديث شريف : أبو سيعد الخدري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:إذا وضعت الجنازة واحملها الرجال على أعناقهم فإن كانت صالحة قال: قدموني، وإن كانت غير صالحة قالت: يا ويلها أين يذهبون بها؟ يسمع صوتها كل شيء إلاَّ الإنسان ولو سمعه لصعق (البخاری).

ژباړه: کله چه جنازه (د کفن کولو نه پس) کيښودل شي او هغه نارينه په خپلو اږو وړي،که نيک سړی وي وايي:ما په پيړه يوسئ او که بد سړي وي وايي: وای وای ما چيرته وړئ دغه آواز به بغير له انسان څخه نور ټول څيزونه آروي او کچېرې انسان د غه غږ واروي بې هوشه به شي.

د جنازی مخکې د کومی سورلۍ تلل مکروه دي .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً