د جمعې د لمانځه کيفيت

لومړی څلور رکعته سنت ادا کيږي ، بيا دوهم اذان کيږي امام دوې خطبې وايي وروسته د جمعې دوه رکعته فرض لمونځ په جهر سره ادا کيږي بيا څلور رکعته سنت او بيا دوه رکعت سنت ادا کيږي .

د خطبې سنت اعمال :

۱- طهارت او د ستر عورت پټول .

۲- په منبر باندې پورته کېدل او منبر د محراب ښي طرف ته اېښودل .

۳- د خطبې له پيل مخکې په منبر کېناستل او کله چې امام منبر ته پورته شي خپل قوم ته مخ اړول .

۴- کله چې امام په منبر کېنې مؤذن به آذان کوي .

۵- د خطبې شروع کول په حمد ،ثنا ، شهادتين او درد سره د دواړو خطبو په مينځ کې کېناستل .

۶- خطبې ته عوږ نيول د خبرو ، نفلي لمونځونو او سلام اچول او ځواب ورکول منع دي .

۷- د امام لپاره په همسا باندې تکيه کول .

۸- د دواړو خطبو لنډول همدارنګه د لومړۍ خطبې څخه دوهمه خطبه لنډول .

د خطبې مکروهات :

د پورته بيان شويو سنت ترک کول لکه : پرته له طهارت څخه خطبه کول ، د خطبې اوږدول ، د خطبې پر مهال خبرې کول ….

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً