د پيغمبر عليه السلام د ښځو د زياتوالی حکمت څه وو ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

 ګرانو استاذانو زه یوه پوښتنه لرم تر څو خپل ځان پرې پوه کړم.

په دی کي څه حکمت وو چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم نهه ښځي درلودلی او ولی نورو مسلمانانو ته له څلورو ښځو څخه زیاتی رواه ندي؟ هیله ده په تفصیل سره ځواب راکړي

ولی استانکزوی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی د نورو مسلمانانو په نسبت د څلورو څخه زياتو ښځو سره نکاح کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره مباح ګرځولی وه او حمکت يې د دين دعوت او نشر وو .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په ۲۵ کلنۍ کې د يوې ۴۰ کلنې کونډې ښځې خديجه رضی الله عنها سره واده کړی دی حال دا چې جناب هغه وخت تر ټولو قوي ، سالم او تر ټولو ډير ښکلی ځوان وو له يوازې خديجه رضی الله عنها سره يې تقريباً ۲۵ کاله تير کړل يعنې خپله ټوله ځواني يې حتی تقريباً تر ۵۰ کلنۍ پورې له يوازې يوې ښځې چې ځوانه هم نه وه بلکي کونډه وه تير کړ .

او تقريباً د ۵۰ کلنی وروسته يې د نورو ښځو سره نکاح کړې ده چې يوازې عايشه رضی الله عنها پغله وه نورې ټولې کونډې وې او د دغه ښځو د تعدد حمکت په لاندې ډول دی :

۱- په ښځو کې د دين خپرول او ښځو ته د دين د احکامو رسول چې په دې سلسله کې د رسول صلی الله عليه وسلم هره بی بی يوه د دين دعوتګره وه .

۲- نورو قومونو او ولسونو ته دين رسول ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځينو ښځو سره په دې خاطر نکاح کړې ده څو د نورو قومونو امداد او قوت د اسلام د نصرت او دعوت لپاره جلب کړي .

۳- د شر څخه په امن کېدل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځينو قومونه د ښځو سره په دې خاطر نکاح کړي ده تر څو د خپلولی په خاطر د هغوی د شر او ضرر څخه په امن وي .

۴- او د ځينو سره يې په دې خاطر نکاح کړې ده څو د هغوی سرپرستي وکړي او ددې کار عملاً خلکو ته تعليم ورکړي لکه د سوده رضی الله عنها سره چې هغې د حبشی د دوهم هجرت وروسته خپل خاوند له لاسه ورکړی وو او د هغې ټول قوم کافر وو که خپل قوم ته تللې وای يا به يې په قتل رسوله او يا به سختې شکنجې ورکولې او يا به يې له اسلام څخه ګرځوله نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې د حفاظت او سرپرستی پخاطر له هغې سره واده کړی دی .

۵- او د ځينو ښځو سره د جاهليت د زمانې د باطلو رواجونو د عملاً له مينځه وړولو په موخه واده کړی دی لکه : د جاهليت په زمانه کې د بيګانه اولاد د زوی بللو او ګرځولو او محرم ګڼلو رواج وو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د همدې باطل رواج د له مينځه وړلو لپاره د زينب رضی الله عنها سره واده کړی دی .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً