د سود لنډ او مفصل بيان

د سود تعريف او پيږندل :

سود  په لغت کې زيادت يا ګټی ته وايي چه په دوه ډوله دی ، د پور سود او د بيعی يا راکړی ورکړی

سود چې دواړه ډوله حرام سخته هلاکوونکی ګناه ده چه سختې خطرناکی پايلی لری .

اليف ) : دپور يا قرض سود :

د پور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړي له هغه څخه زياتی پيسې واخلي يا د مودې په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی .

په نن عصر کې د بانک سود همدا ډول سود دی چه بانک د قرضدار په مثال وي چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکي ته د مودې يا مهلت له مخی ګټه ورکوي او يا خپله بانک نورو ته سودي قرضونه ورکوي او له هغوی څخه په ټاکلو فيصدی ګټه اخلي ، دا همغه د جاهليت د وخت سود ته ورته سود دی چې په کفري نړی کې له همغه وخته په ميراث پاتې دی ، له بده مرغه چې اوس په اسلامي امت کې د خريدلو په درشل کې دی .

مسلمانان بايد دې ستر اقتصادی ناولی طوفان ته سخت متوجه وي ځکه چې دغه ناولی بازار هم د سړي پانګه له مينځه وړي او هم به په آخرت له سخت عذاب سره مخ کيږي .

ب ) : د بيعی ( راکړې ورکړې ) سود :

د بيعې سود هغه سود دی چې د وزن او پيمانې وړ مال چه له يوه جنس څخه وي په زيادت سره تبادله شي او لاس په لاس نه وی .

پدی اړه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې فرمايلي دي :

عن عُبادَة َ بنِ الصّامِتِ قَال قَال رسول الله صلي الله عليه وسلم اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل ٍ سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه مسلم ).

له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلی : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو رزو ،غنم په عنمو ،وربشی په وربشو، خرما په خرما ،مالګه په مالګه په بدل کی ده – يو شان برابر او لاس په لاس ، اوهر کله چه جنسونه سره مختلف وي نوڅنګه مو چه خوښه وي خرڅوئ ،په شرط ددې چه لاس په لاس وي .

يعنې هغه مواد چه په جنس کی سره يوشان وی دتول او پيمانی وړ وي زيادت پکې حرام دی او راکړه ورکړه به لاس په لاس وي لکه غنم په غنمو که د يوه لوری غنم خراب هم وی نو زيادت پکې حرام دی .

او که اجناس سره  فرق ولري لکه غنم په وربشو نو د دواړو طرفو په خوښه او موافقه زيادت پکی رواه دی ولی مهلت پکی حرام دی لاس په لاس به وي .

د امام ابوحنيفه په نزد علاوه له دغو شپږګونو موادو کوم چه په حديث شريف کی ذکر شول نور مواد چه د وزن او پيمانی وړ وي له يوه جنسه وي زيادت پکې حرام دی لاس په لاس به وی.

او که د تول او پيمانی وړهم نه وي په جنس کی هم سره برابر نه وي نو بيا زيادت او مهلت دواړه پکې رواه دي چې د دواړو طرفو په خوښه وي .

د سود د ګناه خطرناکې پايلې :

سود اخيستل حرام هلاکونکي ګناه او الله جل جلا له  د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله جل جلا له  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا، وموكله، وكاتبه، وشاهديه، وقال: هم سواء. (۱۵۹۸ المسلم )

رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکی ،ورکوونکی ،ليکونکی اوشاهدانو ته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابردی .

اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

يعنې د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، کوډي او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله جل جلا له  په نا حقه وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 25 times, 1 visits today)