په نوروز کې خسرګنۍ ته سوغات وړل او د عاشورا شوله پخول

ترټولودمخه اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
۱-که څوک کوزدن (نامزاد)وی دنوی کال ډالۍ دخسرګنی کره وړل اودنوی کال مبارکی ویلو په هکله معلومات غواړم .
۲-دعاشورا په ورځ چی خلک شوله یادعوامو په خوله(کوچه پخول)ورته وایی پخوی اوخصوصاٌ په کلیواوبانډو کښی يی په کورونوباندی تقسیموی  دشریعت له نظره په دواړو پوښتنوباندی دقرآنی ایات اوحدیث شریف واضیح کولو ځواب غواړم خدای دوکړی چی زماپوستنی ماته واستوی اوناراحته نشی وسلام

دوست محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوروز اختر د اور پرستو مشريکينو اختر دی د هغه لمانځل ، د مبارکي ورکول ، د تحفو او سوغاتونو وړل جواز نه لري ، فتاوي قاضی خان يې په ډيرو سختو الفاظو کې داسې رد وي :

“رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت يې ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

نور تفصيل دلته وګورئ .

همدارنګه د عاشور په ورځ د شولې او حلوا او يا کوچه پخول په اسلام کې هيڅ اصل نه لري ځکه د ايصاف ثواب د پاره د ورځي ټاکل په اسلام کې اصل نه لري او بل دا چې دا عمل د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو په زمانه کې نه وو .

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

هغه عبادت چې د الله تعالی د فرمان مطابق نه وي او له پيغمبرصلی الله عليه وسلم او خلفاؤ نه ثابت نه وي بدعت بلل کيږي

 پيغمبرصلی الله علیه وسلم د بدعت په باره کې فرمايي: «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: [1]

(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهی انجام اور دی )

اوفرمايي : «مَن عَمِلَ عَمَلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم )

 (که څوک کوم داسې عمل ترسره کړي چې زمونږ د دستور (دين ) مطابق نه وي نو هعه مردود دی ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .

[2]احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً